پاکستان کې د بشري حقونو خپلواکه کمېشن (اېچ ار سي پي) د "هجرت، هندوان سيند پرېږدي؟"، د سر خط لاندې خپور کړي حقيقت موندنې رپورټ کې ويلي، "د هندوانو د سيند صوبې څخه کډې کول د رياست د يوې کمزورې لږکۍ په ساتنه کې ناکامي ښکاره کوي".
اېچ ار سي پي ويلي، "ګڼې هندو کورنۍ نه يواځې په مذهبي بنيادونو د تشدد، بلکې د اقتصادي مشکلاتو او موسمي بدلون له سببه په هجرت يا کډه کولو مجبوره دي".
خو د سيند صوبې يو حکومتي چارواکي ويلي، د هندوانو په مسلو خبر دي او خونديتوب دپاره یې پاليسي جوړوي.
د بشري حقونو کمېشن پرون په 22مه جنورۍ کراچۍ کې يوه غونډه کې د حقيقت موندنې خپل رپورټ د کتابچې په شکل کې خپور کړی دی. ياد رپورټ په ورځپاڼو کې خپرو شوو خبرونو او اېچ ار سي پي د ځينې معلوماتو په اساس جوړ کړل شوی دی.
د رپورټ له مخې، د کال 2023م د سرشمېرنو ترمخه، د پاکستان ټوله ابادي 240.5 ميلينه وه او هندوان د ملک غټه لږکۍ ابادي يې 5.2 ميلينه وه، زيات په سيند صوبه کې مېشت دي.
د بشري حقونو د کمېشن مشر اسد اقبال بټ ويلی، په سيند صوبه کې د هندو ټولنې ضد د تشدد او توپيري چلند يا امتیازي سلوک خبرونه ډېر کم رپورټ کيږي، په دوی کې زيات کسان بهرنيو هيوادونو پشمول هند ته په کډو کولو مجبور دي، او دې دپاره دوی دروند قيمت پرې کوي.
په رپورټ کې، په کال 2014م کې په قامي اسمبلۍ کې د يو هندو پارلیماني غړي چې نوم یې نه دی اخستل شوی، هغه خبره راخستل شوې، هغه ويلي وو، "هر کال د پاکستان نه نزدې 5000 هندوان هند ته کډې کوي".
همدا راز ويل شوي، "که د کال 1992م په شپږم دسمبر د هند ايودهيه کې د بابري جومات پېښه شوې يا نور څه شوي، سيند صوبه کې یې زور د هندوانو نه ويستل شوی دی".
په رپورټ کې زياته کړل شوې، "په ځانګړي ډول د سيند صوبې په شمالي برخو ګوټکي، جېکب اباد، کشمور او خواوشا سيمو کې د مشکلاتو سره مخ دي".
هندوانو ته په ورپېښو ستونزو کې "د دوی ضد مذهبي تشدد، د پيسو دپاره تښتول یې، د لوڼو مذهب بدلول یې او موسمياتي بدلون ياد کړل شوي دي".
د بشري حقونو دپاره د سيند صوبې د وزيراعلا سلاکار راج وير سينګ سوډها د اېچ ار سي پي په غونډه کې ګډون درلود، هغه منلې، "صوبه کې د امنيت د خراب صورتحال په وخت ځينې هندو کورنۍ د مجرمانه ډلو لخوا د قلنګ اخستو ښکار شوي، او د هغې له امله دوی کډې کړي دي".
هغه ويلي، صوبايي حکومت په دغو حالاتو خبر دی او د هيندوانو د ساتنې دپاره پاليسي جوړوي او اقدامات کوي.
د بشري حقونو د کونسل غړي او خبريال سهېل سانګي د سيند صوبې او مرکزي حکومت باندې غږ کړی، هندو ټولنې ته دې د خوندي ماحول جوړولو دپاره اقدامات وکړي، قانون دې په عمل کې راوستل شي، پوليسو کې دې د هندوانو شمېره زياته کړل شي، دوی سره دې مشورې کولی شي.
اېچ ار سي پي په خپله څيړنه کې وړانديز کړی، د هندوانو د مسلې د سختوالي اندازې لګولو دپاره دې د کډه شوو هندوانو کره شمېرې را يو ځای کړي، د لږکيو ضد تشدد کېدونکو علاقو کې دې په ځانګړي ډول قانون نافذونکي په ځای کړي، په زوره د مذهب بدلولو او کم عمر کې د ودونو د مخنيوي دپاره ې قانون جوړ کړل شي او عمل دې پرې وکړل شي.
پاکستان کې د لږکيو د حقونو په حال او سرغړونو اکثره د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظيمونه نيوکې کوي.
تېر کال امریکا ويلي وو، په 2023م کال کې پاکستان کې د بشري حقونو حالت نه وو بدل شوی.
امریکايي رپورټ کې ويل شوي وو، په پاکستان کې په 2023م کال کې د ژوند په بېلابېلو څانګو کې د بشري حقونو د سرغړونو باوري رپوټونه تر لاسه کړي او حکومت د هغو چارواکو د پېژندلو او سزا ورکولو لپاره ډېر کم ګامونه اخیستي چې کېدای شي په دغو سرغړونو کې یې لاس لرلو.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کال 2023م د بشري حقونو په اړه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت رپورټ په کلکه رد کړی او ويلي يې وو، دغه رپورټ غېر منصفانه، په ناسمو معلوماتو جوړ او د ځمکني حقيقت سره په ټکر کې دی.
پاکستان ویلي وو، د بشري حقونو دپاره د خپل چوکاټ کوټلي کولو، د نړیوالو بشري حقونو ايجنډې ته د ودې ورکولو، او په بشري حقونو بحث ته ژمن دی.
Forum