لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ اسلامي عالمانو په مکه مکرمه کې گډ بیان جاري کړ ـ مهم ټکي یې دلته ولولئ


په افغانستان کې د سولې او امنيت په اړه، د اسلامي علماو نړيوال کنفرانس چې په جده او مکه مکرمه ښارونو کې جوړ شوی و، نن د یوې گډې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسید.

د څه د پاسه دېرشو هیوادونو شاوخوا سلو دیني عالمانو پخپل گډ بیان کې چې نن د شورو ـ چهارشنبې په ورځ یې په مکه مکرمه کې جاري کړ، په افغانستان کې روانه جگړه وغندله او له ټولو ښکیلو غاړو یې وغوښتل چې «د الله جل جلاله امر ته غاړه کيږي ، جګړه دې ودروي ، د خپلو ورونو ترمنځ دې سوله وکړي او د فتنه د غه بل شوی اور دې مړ کړي».

د غونډې برخه والو پخپل گډ بیان کې، پر دې هم ټینگار کړی دی چې د افغانستان دولت، یو اسلامي دولت دی او په دې هیواد کې چې څه روان دي او هره ورځ خلک وژل کیږي، دا «د اسلام د اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي».

د افغانستان د جگړې په هکله بل مهم ټکی چې د اسلام دیني عالمانو ورته پخپل بیان کې اشاره کړې ده، هغه ځانمرگي بریدونه دي. په بیان کې راغلي چې «انتحاري بريدونه چې په پايله کې يي بې ګناه خلک په نښه کيږي، همدا رنګه د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې الله جل جلاله او د الله رسول صلی الله علیه وسلم په قطعي ثبوتونو او دلايلو سره حرامې ګرځولي دي».

په سعودي عرب کې د دیني عالمانو د دوه ورځینۍ غونډې برخه والو پر افغان حکومت او طالبانو باندې غږ کړی چې دواړه دې ډزبندي وکړي او مخامخ دې خبرو ته کښیني. د نړۍ مسلمانو دیني عالمانو همدا راز ویلي چې « بین الافغاني خبرې اترې تر ټولو غوره لار ده چې د افغان حکومت او طالبانو د تحريک ترمنځ شته کشاله هواره کړي».

د کنفرانس برخه والو طالبانو ته د افغان صدر، محمد اشرف غني، د سولې د هغه وړاندیز ملاتړ هم وکړ په کوم کې چې صدر غني طالبانو ته بغیر له هرډول شرط، د مخامخ خبرو بلنه ورکړې ده. د اسلامي عالمانو په گډ بیان کې له طالبانو غوښتل شوي چې د افغانستان د حکومت دغه وړاندیز ومني.

په سعودي عرب کې دغه دوه ورځینۍ غونډه، د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان په نوښت، او د سعودي عرب په کوربه توب ترسره شو.

د پاکستان او ایران نه گډون

پاکستان د افغان طالبانو غټ ملاتړی گڼل کیږي. په سعودي عرب کې د دیني عالمانو په دوه ورځیني کنفرانس کې، د پاکستان پنځلسو دیني عالمانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو بغیر له یو کس نه چې د پاکستان د نظارتي اسلامي کونسل ډاکټر قبله عیاض و، د پاکستان نه بل څوک دې غونډې ته رانغلل.

ښاغلي عیاض د امریکا غږ له خبریال، رحیم گل څاروان سره په مرکه کې ویلي چې د پاکستاني د پاتو عالمانو نه ګډون مختلف لاملونه درلود، درې دېني عالمان د سیاسي ملحوظاتو له امله او پاتې نور د تخنیکي ستونزو له امله چې عمده یې په پاکستان کې ټاکنې دي، ګډون ندی کړی.

په دې غونډه کې د ایران کوم دیني عالم هم لیدل کیده. ویل کیږي چې په دې غونډه کې، د ایران هیڅ دیني عالم ته بلنه نه وه ورکړل شوې. ایران، که څه هم یو شیعه مذهبه حکومت لري، خو په دې وروستیو کلونو کې داسې تورونه پرې لگیدلي چې گني دوی هم په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ او مرسته کوي.

د طالبانو غبرگون

یوه ورځ مخکې له دې چې په سعودي عرب کې دیني عالمان سره راغونډ شي او خپل بیان جاري کړي، طالبانو د گل ـ دوشنبې په ورځ په پاړسي، پښتو، عربي، انگریزي، او اردو ژبو یو بیان جاري کړ او په هغه کې یې وویل چې څوک طالبان باغي او ترهگر بولي، دا به له امریکا سره د هغو ملتیا او «د مستضعفو مسلمانانو پښې وهل» وي.

طالبانو پخپل جاري شوي بیان کې وویل چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پرخلاف د دوی جگړه، «فرض عین دفاعي جهاد» دی.

طالبانو دا هم وویل چې د افغانستان جگړه، «بین الافغاني جنګ یا قتال بین المسلمین نه دی». خو شمیرې ښیي چې په وروستیو څو کلونو کې، د افغانستان په جگړو کې په زرگونه افغانان، مسلمانان وژل شوي، او امریکایيانو ته په دې جگړې کې اووښتی د سرزیان، ډیر لږ دی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG