لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا حکومت د خوراک د تحفظ دپاره تګلاره جوړوي 


چارواکي وايي په مجوزه تګلاره کې زرعۍ پېداوار زیاتوولو دپاره ګامونه تجویز شوي دي
چارواکي وايي په مجوزه تګلاره کې زرعۍ پېداوار زیاتوولو دپاره ګامونه تجویز شوي دي

د خېبر پښتونخوا وزيراعلی محمود خان د خوراک د خونديتوب يا فوډ سیکیورټی پاليسپي منظوره کړې چې چارواکي وايي زر به کابېنې ته وړاندې کړی شي او پکې د صوبې په ضلعو کې په لکونو اېکړ ځمکو ته د اوبه بندوبست، د زېتون پېداوار زیاتول، د غربت د خاتمې او په زرعۍ شعبه کې د جدت دپاره یو شمېر ګامونه تجویز شوي دي..

د خېبر پښتونخوا د زراعت محکمې ډاېرېکټر جنرل عابد کمال وايي دا پاليسي داسې ګامونه تجويز کوي چې په صوبه کې د فصلونو يا د خوراک پېداوار په ساینسي بنيادونو شي او بيا د هغې خرڅ هم په کاروباري انداز کې وشي

په مجوزه تګلاره کې د څاروو او کر کروندې دپاره او په خاصه توګه د سي ټي نظام يا سمارټ اېګريکلچر حوالې سره پکې تجويزونه دي.

د زراعت د کاروبار يا د ايګري بزنس، د غربت د خاتمې د پاره لکه د کېش فار ور او د اېګري بزنس اتارټي جوړولو د پاره هم پکې پېسې ټاکل شوي دي. او هم دغه رنګ دې د پاره هم پکې پېسې اېښودلی شوي دي چې ټوله کر کرونده په جديد طريقو روانه شي.

دې پاليسۍ کې د سويلي ضلعو او د قبايلي ضلعو څه پينځه شپږ لکه اېکړه ځمکه هم د اوبو لاندې د راوستلو د پاره د ډېمونو جوړولو تجويز شامل دی او د زېتون په پېداور سېوا کولو د پاره هم په دې پالېسۍ کې د فنډ يا پېسو ټاکلو تجويز ورکړی شوی دی.

ډاېرېکټر جنرل عابد کمال وايي غربت او د خوراک کمی د صوبې لوې مسلې دي او دا پاليسي دغه مسلې هوارولو د پاره ګامونه تجويز کوي.

"زمونږ صوبه کې غربت ډېر زيات دی، که تاسو وګورئ نو په نوو ضم شوو ضلعو کې ۷۳ فيصده غربت دی، زمونږ په مېداني ضلعو کې ۵۰ فيصد دی، د ماشومانو په قد کې د واړه پاتې کېدو يا سټنټډ ګروت شرح د ۴۰ فيصد نه سېوا ده. نو مونږ په دې کې غذائيت هم راوستی دی او خوراک څښاک هم. "

چارواکي وايي دې پاليسۍ کې د لنډې مودې د پاره يعنې دوه درې کالو کې د خوراک پېداور سېوا کولو منصوبو د پاره حکومت ۶۵ اربه روپۍ او د څلورو نه اووه کالو پورې منصوبو د پاره ۱۰۹ اربه روپۍ اېښودلي او د راتلونکي اتو نه واخله تر لس کالو پورې منصوبو د پاره حکومت څه ۷۰ اربه روپۍ خرچ کوي.

د خېبر پښتونخوا د زرعي يونيورسټۍ د خوراک او غذائيت تحقيق څانګې مشر پروفېسر ډاکټر سېد وهاب چې دې پاليسۍ جوړولو کې يې خپله رايې هم شريکه کړې وه وايي مرکز کې داسې پاليسي شته خو د خېبر پښتونخوا دغه پاليسي وړومبۍ داسې د خوراک خونديتوب پاليسي ده چې عملي پلان هم لري.

"دا پاليسي په وفاقي سطح باندې شته خو په صوبايي سطح په فوډ سيکيورټي د اولنۍ پاليسي ده چې پکې عملي پلان موجود دی. د عملي پلان له عمله به دا پاليسي ډېره زياته کاميابه وي. دا دې پاليسۍ غټ هدف دا وو چې په خلکو کې د خوراک کوم نيشوالی يا لوږه ده هغه ختمه شي. او خوراک ته د هر يو کس رسايي وي. او بل به مونږ په دې کې غذايي خود کفالت تر لاسه کړو. او دا د دې پاليسۍ لاندې د ټولو نه غټه خبره ده."

د بلوچستان صوبې سره تعلق لرونکی يو پوهان ډاکټر فېض کاکړ وايي دغسې پاليسۍ حکومتونو ته يو لاره ورښايي او په خېبر پښتوخوا صوبه کې د داسې پاليسۍ مخې ته راتلل يو ښه عمل دی.

"فوډ سېکيورټي يا د خوراک تحفظ په پاکستان او بيا په خاصه توګه بلوچستان کې هم لويه ستونزه ده، د اېس ډي پي ايي د يو راپور تر مخه د بلوچستان ۳۰ ضلعې د فوډ سېکيورټي په حواله د غېر يقيني صورتحال سره مخامخ دي، او بلوچستان کې په دې حواله کارونه روان دي خو تر اوسه پورې د بلوچستان د فوډ سيکيورټي نه ده جوړه شوې."

د خېبر پښتونخوا دغه د خوراک خونديتوب يا د تحفظ يقيني کولو پاليسي د زميندارانو يا کروندګرو د مرستې د پاره د يو اېګري بزنس اتارټي يا ادارې تجويز هم ورکوي. او د مغذي خوراک پېداوار سېوا کولو د پاره داسې تحقيق د پاره د پوهنتونونو او د حکومتي ادارو تر مينځه د رابطې جوړولو د پاره، د باراني زمکو نه علاوه د اوچو زمکو د اوبه کولو د پاره د ډېمونو جوړولو او د غربت او د لوږې خاتمې د پاره نور داسې ګامونه اخستلو واضحه تګلاره ده

ځانګړې ویډیوګانې


د سوات په بازیره ښار کې ماهرینو نور زاړه اثار موندلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG