لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا په یونیورسټو کې مذهبي اقليتونو طالب علمانو دپاره خصوصي کوټه زیاته کړی شوه


صوبايي حکومت د اقلیتي طالب علمانو دپاره په یونېورسټیو کې کوټه په داسې حال کې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه په پاکستان کې د اقلیتونو دپاره په حالاتو د تشویش څرګندونه کوي
صوبايي حکومت د اقلیتي طالب علمانو دپاره په یونېورسټیو کې کوټه په داسې حال کې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه په پاکستان کې د اقلیتونو دپاره په حالاتو د تشویش څرګندونه کوي

د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې د مذهبي اقليتونو زده کونکيو لپاره د صوبې په ۲۷ سرکاري پوهنتونونو کې داخلې د پاره دوه فيصده کوټه يا برخه منظوره کړې ده.

په دې لړ کې حکومتي يونيورسټيانو ته لېږلی شوي حکم کې وېل شوي چې خصوصي برخې یا د داخلې په کوټه عمل لپاره دې هر پوهنتون خپله پاليسي په ۱۵ورځو کې جوړه کړي.

د حکومتي فېصلې ترمخه د پروفېشنل يا د انجينېرنګ او د ميډيکل کالجونو نه علاوه چې په صوبه کې څومره هم سرکاري يونيورسټۍ په صوبه کې دي په هغې کې به د مذهبي اقليتي زدکونکو لپاره په دغه دوه فيصدي کوټې باندې عمل کيږي.

په پېښور کې د هندو ټولنې یو مشر هارون سربديال د صوبايي حکومت د فېصلې ستاينه کوي خو وايي دوی د ډېرې مودې راهسې مذهبي اقليتونو لپاره د اعلی تعلیم په ادارو او د روزګار په ځايونو کې د پینځه فېصد کوټې غوښتنه کوي." مونږ دا يو ښه ګام ګڼو. خو دا ده چې زمونږ غوښتنه د پینځه فيصده کوټې ده."

هارون سربدیال وايي د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان ته اقلیتونو دپاره د پېنځه فېصد کوټې سمري یا خلاصه لېږل شوي وه خو هغه د دوه فیصد کوټې منظوري ورکړه.

د پېښور پوهنتون يو استاد پروفېسر ډاکټر جميل احمد وايي د پوهنتونونو د داخلې د قانون او اصولو لاندې په يونيورسټيانو کې د مخکې نه د مذهبي اقليتونو، لوبو، پسمانده سيمي او نورو صوبو لپاره مخصوصه کوټه موجوده وي.

د پېښور پوهنتون په اړه هغه وايي چې کله راهسې دا پوهنتون جوړ شوی دی نو د مذهبي اقليتونو لپاره ځانګړې يا مخصوصه کوټه پکې يو فيصد ده چې وخت په وخت پکې بدلون يا زياتوالی شوی دی.

"په کال ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کې چې کله قبله اياز د پوهنتون قاېمقام واېس چانسلر شو نو د انټر فېتهـ هارموني (د مذهبونو تر مينځه همغږي) د يو پروژې د لاندې د دې ځای د بېلابېلو مذهبونو يوې ډلې د خپل تنظيم له خوا رابطه وکړه او خط يې راولېږلو. دغه خط اکېډمک کونسل او سېنډيکېت ته کېښودلی شو نو پېښور پوهنتون د مذهبي اقليتونو لپاره خپل سيټونه يو په دوه کړل."

د ګورنر له خوا د صوبې پوهنتونو ته لېږلی شوي خط په حقله ډاکټر جميل احمد وايي حکومت د پوهنتونو په حقله د غلط فهمو ښکار دی. او حکومت د ائين او قانون ترمخه د پوهنتونونو په معاملو کې لاس وهنه نه شي کولی. هغه وايي د حکومت د طرفنه داسې قسمه خط او کتابت د پوهنتونونو د خودمختارۍ پر ضد دی. د سيټونو په حقله فېصلې به د پوهنتونونو په خپله کوي، حکومت له په دې څيزونو کې لاس وهنه نه ده پکار."

په پېښور کې د سېک ټولنې ځوان جسبير سنګهـ وايي د منندويه دي خو ډېر ځوانان انجينېرنګ او مېډیکل کې هم داخلې غواړي ځکه دا ګوټه په دغه کالجونو او تعليمي ادارو کې هم عملي کول پکار ده. "دا دوه فيصده برخه کمه ده ځکه چې د مذهبي اقليتونو شمېره ورځ په ورځ زياتيږي او مونږ دا غواړو چې دا پينځه فيصده ته ورسيږي. مونږ دا هم غوښتنه کوو چې په انجينېرنګ او ميډيکل کالجونو کې دې هم مذهبي اقليتونو ته دوه فيصده کوټه مخصوصه کړی شي."

د مذهبي اقليتي ډلو ابادۍ په حقله په پاکستان او خېبر پښتونخوا کې اوس هم اندازې او شمېرې واضحه او ښکاره نه دي خو وېل کيږي چې يواځې په خېبر پښتونخوا کې څه ۷۰زره د عيسايي مذهب منونکي وسي. او هم دغه شان د سکهـ ، هندو، پارسي، بوهره او نورو مذهبي اقليتونو خلک هم په خېبر پښتونخوا کې ژوند کوي.

د مذهبي اقليتونو لپاره په یونېورسټو کې د دوه فيصده کوټې ترڅنګ د اقلیتي ټولنې فعالان دا غوښتنه هم کوي چې سرکاري نوکريو کې دې هم دوي کوټه سېوا کړی شي چې د اعلی تعليم یافته ځوانان په اعلی سرکاري عهدو هم کار کولی شي.

صوبايي حکومت د اقلیتي طالب علمانو دپاره په یونېورسټیو کې کوټه په داسې حال کې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه په پاکستان کې د اقلیتونو دپاره په حالاتو د تشویش څرګندونه کوي.

د امریکې د مذهبي ازادیو د نړیوال کمېشن تازه رپوټ وایي په پاکستان کې د مذهبي ازادیو حالت نور هم خراب شوی او وایي حکومت په منظمه توګه د مذهب د سپکاوي او د احمدیانو په ضد قوانین جوړ کړي او د مذهبي اقلیتونو په ژغورلو کې ناکامه شوی دی.

د 2021م کال د مذهبي ازادیو دغه رپوټ د اپرېل پر 21مه خپور شوی او د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د 2020م کال په مهال مذهبي ازادیو او له اقلیتونو سره کېدونکي سلوک ته پکې کتنه شوې ده.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې په تېر کال کې د خلکو هدفي وژنې، د مذهبي د سپکاوي مقدمې، په زوره د مذهبي بدلون او د احمدیانو، شیعه ګانو، هندوانو، عیسایانو او سیکانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو په ضد له کرکې ډکې ویناوې زیاتې شوې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG