د خېبرپښتونخوا صوبې نګران وزيراعلا محمد اعظم خان نن د خالي/ شنبې په سهار په يو شخصي روغتون کې د ناروغۍ له امله په حق رسېدلی دی. د خېبرپښتونخوا د صحت مشاور ډاکټر رياض انور وي او اې ډیوه ته د اعظم خان د مړینې خبر تاييد کړی دی. د نګران وزیراعلا د مړينې سره د صوبې کابينه په خپله ماتې شوې ده. د نوموړي وراره پاکستانيو رسنيو ته ویلي، اعظم خان د 89 کالو په عمر کې په حق رسېدلی دی.
د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو څانګې ويلي، د نوموړي جنازه به نن په پلارنۍ سيمه د چارسدې ضلعې په پړانګ کلي کې په درې بجې ادا کيږي. د پېښور د شخصي روغتون رحمان مېډيکل انسټيټيوټ وياند سيد شبېر شاه وي او اې ډیوه ته وويل، اعظم خان تېره شپه په لس بجې روغتون ته راوړل شوی، الټۍ يې کولې او خېټه یې خرابه وه، بيا یې هارنيه معلومه شوې او ډاکټرانو به یې نن اپرېش يا عمليات کول."خو اعظم خان ته نن سهار د زړه دوره راغلې او د هغې نه په حق رسېدلی دی".
محمد اعظم خان د نګران وزیراعلا جوړېدو نه وړاندې په خېبرپښتونخوا او مرکزي حکومت کې په يو شمېر څوکو پاتې شوی وو. د خېبرپښتونخوا وزيراعلا هاوس ترمخه، اعظم خان د روان کال په 21مه جنورۍ د خېبرپښتونخوا د نګران وزيراعلا په حېث سوګند پورته کړی وو. هغه په 2018م کې د څو مياشتو دپاره د کورنيو چارو او بېن الصوبايي وزير، په 2007م او 2008م کې د خېبرپښتونخوا د خزانې، پلاننګ او پرمختيا وزیر، او 1997 نه تر 2007 پورې د ملګرو ملتونو د پرمختيا پروګرام کې پاتې شوی وو.
نوموړی د 90م په لسيزه کې د خېبرپښتونخوا چيف سيکرټري، صوبايي وزیر او پاکستان ټوبېکو بورډ پېښور چيرمېن هم پاتې شوی وو. له دې وړاندې د 80م په لسيزه کې هغه د خېبرپښتونخوا د تعليم، پرمختيايي اتهارټۍ مشر او د صنعتونو وزير هم پاتې شوی وو. د 70م او 60م په لسیزو کې د ملاکنډ، هزارې او پېښور د مرستيال کمشنر د څوکیو سره یې نورې مهمې څوکۍ ساتلې وې.
محمد اعظم خان په 1958 کې په پېښور پوهنتون کې د پوليټيکل ساينس او تاريخ سند ترلاسه کړی او په 1962 کې یې د لنکنز ان لندن نه د بېرسټرۍ ډګري اخستې وه. د الېکشن کمېشن پخواني سيکرټري کنور دلشاد پاکستاني رسنیو ته ويلي، د اعظم خان د مړينې وروسته د خېبرپښتونخوا کابينه ماته شوې ده، او څو پورې چې نوی وزيراعلا نه وي ټاکل شوی د صوبې واک اختيار به د ګورنر سره وي. هغه ويلي د ايين ترمخه، د سېنېټ بېړنۍ غونډه کې به نوی وزیراعلا ټاکل کيږي او که په سېنېټ کې پرې اتفاق ونه شو معامله به بيا الېکشن کمېشن ته لېږلی شي. د اعظم خان په مړينه حکومتي او سياسي مشرانو د افسوس څرګندونه کړې ده.
Forum