لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان بهاولپور ژوبڼ کې پړانګانو سړی مات کړی


د بهاولپور ژوبڼ په کال 1940 کې د بهاولپور نواب جوړ کړی وو، او د 12 پړانګانو او ازمريانو په ګډون پکې ګڼ ځناور او مرغان موجود دي
د بهاولپور ژوبڼ په کال 1940 کې د بهاولپور نواب جوړ کړی وو، او د 12 پړانګانو او ازمريانو په ګډون پکې ګڼ ځناور او مرغان موجود دي

د پاکستان د پنجاب صوبې د بهاولپور ضلعې چارواکي وايي په ژوبڼ کې پړانګانو یو 28 کلن سړی مات کړی. وي او ای ډیوه ته د بهاولپور ډپټي کمېشنر انور ظهیر د پېښې تاييد کړی دی.

د ژوبڼ (چړیاګهر) چارواکو ځايي مېډیا ته ویلي، د تېرې شورو/چهارشنبې په ورځ د ژوبڼ کارکونکو چې کله په سهار کې د یو پړانګ په خوله کې څپلۍ ولیده نو د هغوی شک شو چې کومه د خطر خبره ده.

چارواکي وايي چې د پړانګانو پنجرې ته کارکوونکي ورغلل نو یو مړ تن یې هلته پروت ولید.

د بهاولپور ضلعې مرستیال کمېشنر انور ظهير وي او اې ډیوه ته پېښه تاييد کړه او وې یې ويل، د پېښې وروسته ژوبڼ تړل شوی ځکه د پېښې پلټنې کوي.

د پاکستان ځينې ټي وي چېنلو خبر ورکړی، د بلاول پلار محمد جاوېد دعوه کړې زوی یې وژل شوی دی. جي ټي وي خبر ورکړی د بلاول پلار تور لګولی، مرستیال کمېشنر او پوليس د هغه موبايل بند کړی خو وروسته یې ویلي، د هغه زوی وژل شوی دا حادثه نه ده.

خو مرستیال کمېشنر انور ظهير وي او اې ډيوه ته وویل، د بلاول په اړه داسې هم ويل کیږی چې هغه د نشې عادي وو، د هغه مړی د پړانګانو د پنجرې نه د شورو/ چارشنبې په ورځ ترلاسه شوی، او ښکاري هغه د شپې په مهال د پړانګانو پنجرې ته اوښتی وو.

هغه زياته کړه، په خپله ژوبڼ ته ورغلی پنجرې ته د ننوتلو لاره نشته او ښکاري چې بلاول پنجرې ته د پاسه ور اوښتی دی او دوی د پېښې پلټنې پېل کړي دي.

هغه دا هم وويل دغه تن د ورځې ژوبڼ ته نه دی ننوتی ځکه په سي سي ټي وي کېمرو کې هغه نه دی ليدل شوی.

د انور ظهير په وينا د بهاولپور ژوبڼ په کال 1940 کې د بهاولپور نواب جوړ کړی وو، او د 12 پړانګانو او ازمريانو په ګډون پکې ګڼ ځناور او مرغان موجود دي.

ياد ژوبڼ د پاکستان څلورم غټ ژوبڼ يادول کیږي.

پاکستان کې وخت په وخت په ژوبڼو کې د پېښو خبرونه مخې ته راځي.

سږ کال د اپرېل په مياشت کې د کراچۍ په ژوبڼ کې د نور جهان په نوم يوه ماده هاتي مړه شوې وه، نور جهان د څو مياشتو نه ناروغه وه او د هغې د درملنې دپاره په نړيواله کچه د ځناورو خیال ساتونکې ادارې فور پاز ماهرين د بهر څخه راغلي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG