د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين په څلورم دسمبر بلوچستان کې د نیول کېدو درې ورځې وروسته نن د زيارت/پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی دی.
د نوموړي وکیل او پي ټي اېم غړو وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، پښتين نن عدالت ته وړاندې کړل شوی او د اووه ورځو په بدني ریمانډ سي ټي ډي پوليس ته حواله کړل شوی دی.
د منظور پښتين وکیل مصدق عزيز خټک وي او اې ډیوه ته وويل، پښتين د ترهګرۍ ضد ځانګړي عدالت جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنېن ته وړاندې کړی شوی، سي ټي ډي پوليس د هغه د بدني ريمانډ دپاره د اتو ورځو غوښتنه کړې وه او ويل یې چې د هغه د وينا (تقرير) فارنزک معلوموي.
د نوموړي وکیل په خبره، "ما ورته وویل په دې قضيه کې د وړاندې نه د کسانو ضمانتونه شوي او ريمانډ یې ختم شوی دی، او بيا ورته ما وویل چې د فارنزک دپاره د ريمانډ ضرورت نشته په هغې کې يواځې اېف آی اې (مرکزي تحقیقاتي ادارې) ته ويډيو لېږل دي چې دا د منظور ده او که نه ده؟، نو دې دپاره بدني ريمانډ نه جوړيږي، خو د هغې باوجود جج هغوی له اووه ورځې ريمانډ ورکړو".
مصدق عزيز وويل، منظور پښتين د روان کال اګست په مياشت کې د پي ټي اېم د جلسې وروسته درج شوې مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړی شوی دی.
پي ټي اېم د روان کال اګست په 18مه اسلام اباد کې يوه جلسه کړې د دغه جلسې پرضد دوه مقدمې په ترنول تاڼه کې او بله په سي ټي ډي کې درج شوې وه.
د پي ټي اېم ترمخه په دغو مقدمو کې منظور پښتين، علي وزیر او نور ګڼ کسان نومول شوي، علي وزير، ايمان مزارې او د پي ټي اېم ګڼ نور کسان پکې بيا نيول شوي خو وروسته هغوی ټول په ضمانتونو خوشي شوي وو.
منظور پښتين په څلورم دسمبر د بلوچستان په چمن ښار کې پرلت ته د وینا وروسته نيول شوی، په پينځم دسمبر د خېبرپښتونخوا پوليس ته سپارل شوی خو په ډېره اسماعیل خان کې عدالت ته نه وو وړاندې کړی شوی.
سرچينو وي او اې ډیوه ته ویلي وو، پښتين اسلام اباد ته منتقل کړی شوی او د پي ټي اېم د اسلام اباد رابطه کار کامران په وینا، دوی پرون د شورو/چهارشنبې په ورځ د اسلام اباد په عدالتونو کې په تمه وو خو پرون هغه يو عدالت ته نه وو وړاندې کړی شوی.
مصدق عزيز وايي، د قانون ترمخه پښتين به د نيولو وروسته په 24 ساعتونو کې عدالت ته وړاندې کول کېدو خو هغه نه وو وړاندې کړی شوی او دوی نن ترهګرۍ ضد عدالت د حکم ترلاسه کېدو وروسته دا مشوره هم کوي چې ننۍ فېصله چېلنج کړي.
پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي)، سياستوالو او مدني فعالو د منظور پښتين په نيولو اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.
د پښتين د نيولو ضد پي ټي اېم د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم کړې وې او په کراچۍ کې د پي ټي اېم ویاند مولانا رویدالله وي او اې ډیوه ته ويلي، په کراچۍ کې یې اته غړي نیول شوي دي.
پي ټي اېم د منظور پښتين د نیولو ضد نور احتجاجونه هم اعلان کړي دي.
Forum