لاس رسیدونکی لینک

 
په تورخم پوله تراوسه تګ راتګ نه دی پيل شوی
تازه خبر

په تورخم پوله تراوسه تګ راتګ نه دی پيل شوی


په پوله موجود يو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډیوه ته وويل، پوله د دواړو خواو څخه په بشپړ ډول تړلې پرته ده، هيڅ ډول تګ راتګ پرې نشته
په پوله موجود يو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډیوه ته وويل، پوله د دواړو خواو څخه په بشپړ ډول تړلې پرته ده، هيڅ ډول تګ راتګ پرې نشته

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله تراوسه تړلې پرته ده، هیڅ ډول تګ راتګ پرې نه دی پيل شوی. د دواړو خواو افغانستان او پاکستان چارواکو د پولې د تړل کېدو او پرانستو په اړه تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

پرون په 13م اګست د تورخم په پوله پاکستاني چارواکو سهار وي او اې ډیوه ته د پولې د پرانستو خبر ورکړی و، خو پوله تراوسه نه ده پرانستل شوې.

په پوله موجود يو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډیوه ته وويل، پوله د دواړو خواو څخه په بشپړ ډول تړلې پرته ده، هيڅ ډول تګ راتګ پرې نشته.

د چارواکي په خبره، پرون د کسټم او اېف آی اې چارواکو ته ويل شوي وو، چې خپلې خپلې دندې سمبال کړي او چاوراکي خپلو خپلو ځايونو ته ورغلي وو خو پوله بيا نه ده پرانستل شوې.

هغه وويل، دوی نه دي پوهه چې څه خبره ده او پوله ولې نه پرانستل کيږي.

هغه زياته کړه، ويل شوي چې نن د 14م اګست په ماښام بيا د دواړو خواو د چارواکو ترمنځ خبرې کېدونکي دي که د هغې وروسته څه پرېکړه وشوه که نوي نو دا وخت هر ډول فعاليتونه په ځای ولاړ دي.

په تورخم پوله د 12م اګست په مازيګر ناوخته د پاکستان امنیتي ځواکونو او د افغانستان طالبانو په يو بل ډزې کړې وې او د هغې وروسته پوله د دواړو خواو څخه د تګ راتګ دپاره تړل شوې ده.

پاکستان لوري ته چارواکو ويلي وو، د ډزو په تبادله کې دوه پاکستاني امنيتي عسکر ژوبل شوي وو.
او د افغانستان ملي رېډيو ټيلي ويژن (ار ټي اې) پرون په اېکس يو پوسټ کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع له قوله ويلي، "په تورخم د ډېورنډ فرضي کرښې (افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې) په اوږدو کې د پاکستان سرحدي ځواکونو په افغان سرحدي ځواکونو ډزې کړي، او افغان ځواکونه هم متقابلو ډزو ته اړشوي او په پایله کې د پاکستاني اړخ دوه پوستي له منځه تللې دي."

د ار ټي اې په خبر کې زياته کړل شوې، "د پاکستاني ځواکونو لخوا د ملکي خلکو کورونه په نخښه شوي، چې په پایله کې یې یوه ښځه او دوه تنه ماشومان" وژل شوي دي.

یو پاکستاني حکومتي چارواکي د 12م اګست په ماښام ناوخته وي او اې ډیوه ته ويلي وو، شخړه پس له هغې شروع شوه چې طالبانو په پوله څه تعمیراتي کار کولو او پاکستاني چارواکو طالبان منع کړل.

د چارواکي ترمخه، د دواړو خواو ډزې پيل شوې او تر ماښام پورې درنې ډزې روانې وې.

د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ په پوله تازه جګړه په داسې حال کې شوې چې په تورخم کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په درېمه ورځ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفر د عارضي اسنادو يا ټېمپرري اېډمېشن ډاکومنټس، ټېډ، په ضد د ټرانسپورټرانو، کسټم کليئرنګ ايجنټانو، سوداګرو او د ډرايورانو احتجاجي پرلت دوام لرلو.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم په پوله وخت په وخت د دواړو خواو امنیتي ځواکونو ترمنځ شخړې شوي او پوله بيا د څو څو ورځو دپاره تړل شوې ده.

د ځايي خلکو په وينا د پولې د بنديز له امله دواړو خواو ته په لويه شمېره کې مال وړونکي ګاډي ايسار شوي او مسافر وايي په پوله د اوښتو په تمه ناست د سختو ستونزو سره مخ دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

نړۍ په 27م جنورۍ له نازي جرمني څخه د آشوېټز د آزادۍ 80مه کلیزه لمانځي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 2:49 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG