اسلام اباد هایکورټ په صحافيانو باندې د عدالت دننه د مقدمو په رپورټنګ د پېمرا لګول شوو بنديزونو اورېدنه کړې او د یاد عدالت مشر قاضي ویلي د عدالتي کاروایۍ په رپورټنګ هېڅ بنديز نه شته. خبريالان د پېمرا دا بنديز د اظهار په ازادۍ د بندیز هڅه ګڼي. تفصل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
څېړونکي وایي، له افغانستان سره په ګډه پوله د ازغن تار په لګول کېدو که هم د ترهګرۍ مخه ونه نیول شوه نو په داسې حال کې پاکستان ته په افغانستان د تورونو لګولو پرځای د خپلو امنیتي ادارو د کارکردګۍ جاج اخستل پکار دي.
د شاعر احمد فرهاد د جبري بې درکۍ قضیه کې د دفاع سېکټر اؤ د آي ایس آي سېکټر کمانډر عدالت ته بلل شوي اسلام اباد هایې کورټ دا فیصله له اسلام اباد څخه په جبري توګه د لا درکه شوي شاعر احمد فرهاد د مقدمې لپاره کړې. تفصيل د ارشد حسېن په راپور کې.
په پاکستان کې د اعلا عدالتونو او پارلیمان ترمنځ د ټکراو صورتحال د هغې وروسته لیدل کېږي چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد هاىکورټ شپږو ججانو د هيواد په خفيه ادارو باندې عدالتي چارو کې د لاس وهنې تورونه ولګول
اېکس یا پخواني ټوېټر ویلي دوی په پاکستان کې له تړل کېدو وروسته په حکومتي اندېښنو باندې د ځان پوهولو هڅه کوي د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اسلام اباد هاى کورټ کې جمع کړي خپل رپورټ کې ویلي چي اېکس د هغوي خواست ته څه ځواب نه و ویلی نو ځكه پاکستان کې دا ټولنيزه رسنۍ وتړل شوه.
نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ویلي چي هغوی له پاکستان سره د قرض په نوې معاهده مذاکراتو ته تیاره دي دوی دا هم ویلي چې په روانه میاشت کې د ايي اېم اېف د بورډ په غونډه کې له منظورۍ وروسته پاکستان ته د لنډ مهاله قرض پروگرام لاندې بقايا 1.1 ارب ډالره ترلاسه شي.
نور کتل