د مشال خان پلار اقبال خان وي او ای ډیوه ته ویلې چې ستر عدالت خو د دوئ اؤ خیبر دپښتونخوا دصوبايي حکو مت خواستونه قبول کړې دي خو داسې ښکاري چې په دې کې به ډیر وخت ولګي ځکه چې عدالت د وژنې قضیه کې دککړو سزاوار شوؤ تنانو خواست هم قبول کړو
د بېنظیر د قتل تحقیقات د پاکستان حکومت ترڅنګ د برطانيي سکاټ لینډ یارډ په شان تحقیقاتي ادارې هم کړي خو څوارلس کاله د تېرېدو نه پس هم څېړوونکی وايي دا نه ده معلومه چې د بېنظیر په وژلو کې څوک ککړ وو او د چا په وېنا هغه ووژل شوه؟
دافغانستان په بشري وضعیت داسلامي هېوادونو د تنظیم (او. ايي. سي) د غړو هېوادونو دخارجه چارو وزیرانو اسلام اباد کې پیل شوې ده.
د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ ويلي، د خلکو په زوره د بې درکه کولو زمه وار حکومتي مشران دي او ولې نه چې په حکومتي مشرانو يا چيف اېګزېکټيو باندې ارټيکل شپږم يا د غدارۍ مقدمه ولګول شي.
پاکستان کښې دمذهب دسپکاوي د ناسمو تورونو په نتیجه کې دزیاتیدونکي تشدد اؤ د خلکو د وژل کیدو له پيښو وروسته حکومت وایي دهغه چا پرضد به هم دمذهب دسپکاوي دقانون لاندې ګامونه اخستل کیږي چې د ذاتي ګټو د پاره ددې قانون څخه ناوړه استفاده کوي.
په 2020 کې په پاکستان کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه خپل رپورټ اېچ ار سي پي په هېواد کې د خلکو د بې درکه کېدو، د رای او د حرکت د ازادۍ ترڅنګ په یو شمېر موضوعاتو رڼا اچولې ده
دپاکستاني طالبانو تحریک دپاکستان ریاست ته د کامیابو مذاکراتو دپاره درې غوښتنې وړاندې کړې دي چې پکښې کوم بل هیواد کښې د پاکستاني طالبانو ددفتر خلاصولو،پاکستان کښې دشرعي نظام نافذولو اؤ دقبایلي ضلعو دپخواني حیثیت بېرته پرځائ کولو غوښتنې شاملې دي.
د سیاسي چارو څېړونکی سرفراز خان وایي که څوک پاکستان په آسانه پیژندل غواړي نو دا دوه واضحه مثالونه ورته مخامخ دي، چې د ترهګرۍ خلاف آواز پورته کونکی به جیل کې وي اؤ ترهګر به آزاد ګرځي
د بلاول بهټو وینا وه چې د پارلېمنټ مشترکه غونډه کې د ېو قانون منظورۍ د پاره د سینټ بیل او د قامي اسمبلۍ بیل ووټونه شمارل کیږي اؤ که چېرې د سینټ یا قامي اسمبلۍ په دواړو کې د ېو قانون د پاره زیات راې راشي نو هغه به منظوریږي
د اردو څانګې د رپورټ ترمخه رانا شمیم ویلي د ثاقب نثار په اړه د هغه بیان په سر ورته د اسلام اباد هايي کورټ د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښ کېدو امر کړی دی. اسلام اباد هايي کورټ صحافي انصار عباسي، عامر غوري او د جنګ، دي نیوز او جیو ټي وي مالک مېرشکیل الرحمان هم طلب کړی دی
دپاکستان دحکومت لخوا دلاقانونه ګرځول شوې تندره مذهبي ډلې تحریک لبیک سره دهغوئ دتشدد نه د ډک احتجاج ودرولو لپاره دکامیابو مذاکراتو اؤ یوې معاهدې اعلان شوی خو ددغه معاهدې یا تړون جذئیات له یوې لوري هم مخې ته نه دي راوړل شوي.
عظیم کاکړ وایې د تحریک لبیک سره د حکومت چلند نه ظاهرېږي چې که چېرې یو پنجابی تندروه تنظیم د حکومت اختیار چیلنج کوي نو خیر دی اؤ خو که چېرې بلوچ یا پښتون د خپل حق د پاره پرامنه احتجاج هم کوي نو د هیواد سره د هغه په وفادارۍ به شک کېږي
دملګرو ملتونو دبشري حقونو فعالینو دپاکستان څخه غوښتلي دي چې د مذهب د سپکاوي په تور د کال ۲۰۱۹ نه بندیوان سټیفن مسيح دې خوشې کړي ځکه چې هغه هغه په رواني یا ذهني ناروغۍ اخته دی.
د وزیراعظم عمران خان په مشری دپاکستان دقامي سلامتیا دکمېټې په شوې غونډه کښې په افغانستان د طالبانو له قبضې وروسته په رامنځته شوؤ حالاتو خبرې شوې دي اؤ دغونډې برخه والو په دې اندیښنې ښودلې دي چې دافغانستان دحالاتو منفي اغیزې به په پاکستان هم وي.
د پاکستان په سیاسي چارو کې لاس نه وهلو د پوځ په بیان په تولنیز رسنیو ډیر تنقید شوی و اؤ ېو شمیر خلقو ويلي وو چې د پاکستان په شان هېواد کې چېرته چې پوځ څلور ځلا دستور مات کړی او د مارشل لا حکومتونه یې جوړ کړي څنګه دا خبره کېدلی شي چې پوځ په سیاست کې مداخلت نه کوي
د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډییر او د امنیتي چارو څېړونکی سید نذیر وايي "داعش خراسان د افغانستان پاکستان په سیمه کې اوس یو حقیقت دی او د ترهګرۍ ورستۍ پېښې په پاکستان کې د ډلې (داعش) شتون څرګندوي."
پاکستان کې دحکومت مخالفه ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو وایي دافغان طالبانو اؤ پاکستاني طالبانو ترمینځ اړیکو باندې اندېښنې لري ځکه تندروه فکر لرونکو پاکستان ته ډیر زیات تاوان رسولی دی.
د پاکستان کابینې د افغانستان د نوي حکومت جوړېدو په اړه بحث کړی، او هندوستان ته یې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د لانجې نه دې ځان لېرې وساتي.
پاکستان کښې د صحافیافتي تنظیمونو نه وروسته سیاسي ګوندونو هم د موجوده پاکستان تحریک انصاف دحکومت لخوا په میډیا بندیزونو سېوا کولو د پاره دپاکستان میډیا ډیویلپمنټ اتهارټي جوړولو قانوني مسوده رد کړې ده.
نور کتل