حالات که هر څومره ستونزمن وي خو د انسان د لوړې حوصلې مخته همېشه خنډ نه شي جوړېدی. د کوټې ښار بيوټمز پوهنتون د فراغت مراسمو کې تر 700 زياتو نارينه او ښځينه زده کوونکو سندونه تر لاسه کړي، حفيظ الله ستوري شيراني له دوو زده کونکو سره خبرې کړې او دا رپورټ ورباندې تيار کړی:
د بلوچستان په سر ښار کوټه کې يو غير سرکاري اداره افغان کډوالو او ځايي ښځو ته هنرونه ور زده کوي، چې د ګرانۍ په دې وخت کې هغه د ځان او کور مالي ستونځې د دې هنر له لارې اسانه کړي. نور حال د ډيوه د همکار حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
د بلوچستان په کوټه ښار کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي او په دې باب د پوهې لپاره یوه جرګه شوې او ګډونوالو یې له انکاري مور پلار غوښتي، خپلو ماشومانو ته دې د پوليو ضد څاڅکي پر خپل وخت ورکوي چې له معزورۍ و ژغورل شي. تفصل د ډيوه د خبريال حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
په کوټه کې يوه غير سرکاري اداره ترهګرۍ ځپلو هزاره ښځو ته کلتوري روایتي هنر ور زده کوي او د هغوی هنري نمونې په جديدو طريقو تر مارکيټ پورې رسوي. په بلوچستان کې هزاره شيعه مسلمانان له تېرو څو لسيزو د مذهبي توندروۍ ښکار دي. تفصيل يې د حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
د بلوچستان د تعليم چارواکي وايي په صوبه کې 29 لکه ماشومان له زدکړو بې برخې دي چې لويه ونډه يې د نجونو ده. تېره ورځ د کوټې ښار د کواري روډ د نجونو په کالج کې د نجونو د څلور کلنۍ درسي فراغت دستوره وشوه چې لسګونه نجونو پکې سندونه واخستل. نور حال د حفيظ الله ستوري شېراني په رپورټ کې:
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې شوې چاودنه کې د يو پوليس اهلکار او سکول د څلورو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي، او 15 نور ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغانو شمېر 40 ته رسېدلی، بلوچستان صوبه تر ټولو زياته د پوليو وايرس اغېزمنه صوبه ده، په نړۍ کې پاکستان او افغانستان دوه داسې هېوادونه دي چې پکې د پوليو وايرس لا ختم نه دی او په نورو هېوادونو کې د پوليو خپرېدو سبب ګرځي. نور حال د حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
نامعلومو وسلوالو د دوکۍ د کوېلې درنګ پر مزدورانو بريد کړی چې په کې شل (۲۰) تنه وژل شوي دي. په وژل شوو مزدورانو کې افغان وګړي هم شامل دي.
په کوټه ښار کې د ښځو د تجارت او آنلاین کاروبار کولو د موقعو او لارې پیدا کولو او دې سرہ اړوند موضوعاتو په اړه یوہ ورځنۍ غونډہ شوې ده چې ځایي او افغان کډوالو ښځینه تجارت او کاروبار کوونکو ښځو پکې ګډون کړی دی. نور تفصیل د حفیظ الله ستوري په رپوټ کې:
تر دې وړاندې هم حکومت دوه درې ځلې داسې کړي چې د بلوڅ وسلوالو اړوند خبري کانفرنسونو کې د ټولو رسنيو د کارمندانو پر ځای ځينې مخصوص خبریالان خبري غونډو ته وربلل شوي اؤ هغوي ته په خلاص مټ د پوښتنو کولو پځای د مخصوصو پوښتنو اجازه ورکول شوې ده
د توهين رسالت يا مذهب د سپکاوي په مقدمه کې يو تورن تن چې د کوټې په تاڼه کې بندي وو، د تاڼې يو پوليس عسکر پرې په حوالات کې دننه ډزې کړي او دغه تورن تن یې وژلی دی. اسلامي نظرياتي کونسل وايي په داسې ډول پېښو کې، "چې څوک وسله راواخلي او په خپل سر اقدام وکړي، د دې جواز نه شي وړاندې کول کېدی".
نور کتل