د اتوار په سهار د کوټې سرياب سړک باندې د اېف سي پر چوکۍ لاسي بمي بريد کې درې اېف سي عسکر ټپي شوي وو. د پوليس چارواکو په وينا ټپي شوي عسکر د اېف سي روغتون ته وړل شوي چې حالت يې له خطرې بهر دی
د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د بلوچ يکجهتي کمېټۍ احتجاجي پرلت ختم شوی او وایي حکومتي پلاوي يې غوښتنې منلې دي. ماه رنګ بلوڅ وایي د غوښتنو منظورېدو وروسته به پرلت ختم کړي او تحريک به په منظمه ډول روان ساتي. تفصیل د حفیظ الله ستوري شېراني په رپوټ کې:
د پاکستان د پوځ وياند د اګست پر پينځمه بلوچ يکجهتي کمېټۍ د ترهګرو پراکسي او ملک غداره ډله بللې، د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرانو د پاکستان د پوځ د ترجمان د تورونو په ځواب کې ويلي، که په خپل ایيني حق غوښتلو څوک د ملک غدار بلل کېږي بيا خو ټول بلوچستان غدار دی. تفصيل د حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
د بلوڅ يووالي کمېټۍ د احتجاجونو لړۍ له تېرې يوې اوونۍ دوام لري، حکومت وایي احتجاج کوونکو سره يې روغه کړې او د هغوی غوښتنې يې منلې خو بيا هم هغوی احتجاج نه ختموي۔ احتجاج کوونکي وايي حکومت له ژمنو باوجود د دوی پر فعالانو ډزې کوي او نيسې يې. نور حال د حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
د بلوچستان په ګوادر کې احتجاج کوونکو بلوچ یکجھتي کمېټۍ او د حکومتی چاراکو خبرې شوې خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه دہ ورکړې، په ګوادر او شاوخوا سیمو کې انټرنیټ او موبایل نن شپږمه ورځ ھم بند وو او په کوټه او نورو سیمو کې احتجاجونه دوام لري. تازه حال حفیظ الله ستوری شیراني راکوي:
د بلوچستان صوبې په پښين ضلع کې په دوو جلا جلا هدفي بريدونو کې دوه عسکر وژل شوي او يو ټپي شوی دی. د دغو بریدونو ذمه واري کالعدم ډلې، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په غاړه اخېستې ده.
په کوټه ښار کې د جبري لادرکه کسانو د موندنې لپاره د احتجاج کوونکو او پوليسو تر منځ شخړه شوې او پوليسو پر احتجاج کوونکو اوښکې بهوونکی ګېس استعمال کړی. احتجاج کوونکي وایي ښځینه احتجاج کوونکې هم نیول شوې دي. حکومت وایي د ښار حساسه سيمه کې پر احتجاج بنديز دی. تفصیل د حفیظ الله ستوري شېراني په رپوټ کې:
د سياسي مذهبي ګوند جميعت علما ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، په ملک کې د اېپکس کمېټۍ په غونډه چې د کوم عزمِ استحکام پاکستان عملياتو منظوري ورکړل شوې، دغه عزمِ پاکستان به د عدمِ پاکستان سبب وګرځي. نور حال د ډيوه د همکار حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
د بلوچستان د سر ښار کوټې په نوي کلي کې لاسي هنر زده کونکې افغان کډوالې ښځې وايي، دوی د هنر لرلو باوجود له مالي ستونځو سره مخ دي دوی وايي، له ستونزو سره ځکه مخ دي، چې د لاسي هنر لپاره پکار مشینونه نه لري او نه هم خپل هنر تر نورې نړۍ د انټرنيټ او وسايلو د نيشتوالي له کبله رسولی شي.
د لوی اختر له را نېږدې کيدو سره خلک د څارویو د بیو له زیاتوالي سرټکوي د بلوچستان د سر ښار کوټۍ ځينې منډيو ته د ډيوه خبريال حفيظ الله شېرانی ورغلی او له ځينو اخيستونکو اوخرڅونکو سره يې خبرې کړي.
نور کتل