داعش په بلوچستان کې د جميعت علما اسلام په يو مشر د بريد ذمه واري منلې داعش په مستونګ سيمه کې د جمعيت پر پخواني وزیر حافظ حمدالله د برید زمہ واري منلې ده. د پېښې پرضد د بلوچستان په سر ښار کوټه کې کار بنديز شوی.
اداره: په بلوچستان کې د دوه ميلين نه زيات ماشومان له سکول نه بهر دي په بلوچستان کې د تعلیم لپارہ کارکونکې غیر دولتي ادارې "جایکا" رپورټ دی چې په صوبه کې د مجموعي لېک لوست یا سېواد شرح 46% ده چې پکې 61% شرح د سړو او يواځې 29% د ښځو د تعليم ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او غړو د نيولو پر ضد غورځنګ د بلوچستان په سرښار کوټه کې احتجاج کړی او غوښتنه يې کړې د پښتنو سره روانه ناانصافي او رياستي جبر دې ختم کړی شي. دوی وايي د غورځنګ نيول شوي غړي اسلام اباد ته د سترې محکمې نه انصاف غوښتلو ته تللي وو خو برعکس هغه بندیان کړل شوي.
په پاکستان کې د بجلۍ د نرخونو زیاتېدو او په مجموعي توګه ګرانۍ د ھرې شعبې د خلکو ژوند له کړاوونو سره مخ کړی. د بجلۍ د ګرانېدو او د ټول په ټوله ګرانۍ پر ضد د ملک د نورو سیمو په څېر په بلوچستان کې هم خلکو احتجاج کړی او ویلي يې دي که حکومت يې خبره ونه مني نو دوی به خپل احتجاجونه نور هم وغزوي. د
په بلوچستان او پښتونخوا کې خبريالانو ته ازاد صحافت کول له مرګ سره لوبې کول دي خبريالان او د بشري حقونو کارکونکي وايي، د خبریالانو لپاره د پښتونخوا او بلوچستان صوبې د پاکستان تر ټولو خطرناکه سيمي دي. په بلوچستان کې تر څلویښتو زیات خبریالان په دوو لسیزو کې وژل شوي.
قام پاله بلوڅ مشر سردار اختر مينګل ویلي د کال 2023 په ټول ټاکنو کې د بلوچستان ابادي کمه کړل شوې چې دوی ته د منلو نه ده مینګل ویلي که په پاکستان کې آباد قامونو ته پر سایل او و سایلو ( شتمنیو) باندې اختیار ور نه کړل شي نو د بلوچستان د نا امنۍ اور به د ملک نورو سیمو ته ھم ورسېږي.
د ګوادر د پولیس یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل چې دا برید د اتوار/یکشنبې په سهار 9:30 بجې دګوادر پر ایرپورټ سړک شوی دی.
په بلوچستان کې د نا امنۍ پېښې په زیاتېدو دي. په تېرو ۲۴ ساعتو کې د بلوچستان په سر ښار کوټه او نورو سیمو کې په وسله وال بريدونو، چاودنو او نښتو کې د اېف سي دوه عسکر او درې ترهګر وژل شوي. اته تنه نور ټپي شوي هم دي. تفصيل د حفيظ شيراني په رپورټ کې
د بلوچستان او ټول پاکستان وکيلانو د اتم اګست 2016م د وکيلانو د وژنې په تعزيتي غونډه کې غوښتنه وکړه، "د پاکستان سپريم کورټ دې په اتم اګست 2016م د کوټې د وژل شوو وکیلانو د پېښې دپاره د جسټس قاضي فايز عيسا د کمېشن رپورټ عملي کړي". دوی وويل دغه رپورټ په سپريم کورټ کې پروت دی.
بلوچستان په تربت سیمه کې د ملګرې د ژغورنې لپاره شپږ همزولې نجونه اوبو ډوبې کړي دي. پوليس وايي پېښه د یکشنبې په ورځ د تربت د کیچ ضلعې کلګ ته څېرمه د کېچ سیند پر غاړه شوې ده چې ټولې اووه نجونه پکې مړې شوي دي.
د کوټې ښار د پوليسو په وينا، نن د چهار شنبې په سهار نامعلومو وسله والو يو بل پوليس اهلکار په ډزو وژلی دی. تحریک طالبان پاکستان او د لشکر جهنګوي په نوم ډلې د پوليس وژلو زمه واري منلې ده.
نور کتل