بلوچستان په تربت سیمه کې د ملګرې د ژغورنې لپاره شپږ همزولې نجونه اوبو ډوبې کړي دي. پوليس وايي پېښه د یکشنبې په ورځ د تربت د کیچ ضلعې کلګ ته څېرمه د کېچ سیند پر غاړه شوې ده چې ټولې اووه نجونه پکې مړې شوي دي.
د کوټې ښار د پوليسو په وينا، نن د چهار شنبې په سهار نامعلومو وسله والو يو بل پوليس اهلکار په ډزو وژلی دی. تحریک طالبان پاکستان او د لشکر جهنګوي په نوم ډلې د پوليس وژلو زمه واري منلې ده.
د بلوچستان صوبې په سر ښار کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال بريد شوی، د ټیم ساتونکي دوه پولیس اهلکار پکې وژل شوي دي. په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.
په خېبر پښتونخوا او د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ترهګرۍ او نا امنۍ د تازه پېښو پرضد پښتون ملتپاله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ مخې ته یوه احتجاجي مظاهره کړې او د ترهګریزو پېښو د مخ نیوي غوښتنه یې کړې.
د بلوچستان په پښتني سيمو شېرانی او ږوب کې د ناامنۍ د تازه پېښو پر ضد لويه قبايلي جرګه په ږوب ښار کې را جوړه شوې. د جرګې د موخې او غوښتنو تفصيل معلومولو لپاره د ډيوه همکارحفيظ الله ستوری شېراني له هم هغه مېدانه حال راکوي چېري چې جرګه روانه ده. راځئ چې په ګډه سره يې وګورو.
د چهار شنبې په سهار د ږوب پر پوځي چاوڼۍ د شوي وسله وال برید مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړې شوې، نن په پنجشنبه د ږوب ښار حالات عادي وو، خو و د کمشنر ږوب ډويژن د دفتر مخې ته احتجاجي پرلت له دوو اوونيو تېرېدو څخه روان دی د امنیت غوښتنه کوي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په شېراني ضلع کې په يو وسله وال بريد کې د وژل شوو پولیسو جسدونه د ژوب د کمشنر د دفتر مخې ته راوړل شوي، سياسي ګوندونو او ځايي خلکو د پېښې ضد احتجاجي پرلت پېل کړی دی.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت ښار کې د امنتي ځواکونو په قافله ښځې ځانمرګي بريد کړی یو عسکر یې وژلی، درې ژوبل شوي دي،
د لوﺭالايي د عوامي نېشنل ګوند غړو په لورالايي کې د ژوند د بنيادي اسانتياوو د نشتوالي په سبب د سیمو د منتخبو استازو او حکومت پر ضد پياده لانګ مارچ کړی او کوټې ښار ته رسېدلی. د دوی د احتجاج او غوښتنو په اړه تفصيل د حفيظ الله شيراني په رپورټ کې
د بلوچستان د دوکۍ ضلعې د کولې يا سکرو په کان کې د تېرې يوې نيمې مياشتې بند دوو مزدورانو څخه د یو مړی، جسد را ایستل شوی خو دویم لا هم په کان کې بند پاتې دی. چارواکو ويلي د مزدور مړی پرون ماښام رايستل شوی دی.
نور کتل