د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ته د 190 ميلينه پاونډونو القادر ټرسټ مقدمه کې د 14 کالو بند او بشرا بي بي ته د اووه کالو بند سزا واورول شوه. د سزا اورولو په وخت په عدالت کې عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي موجود وو. تفصیل د اورنګزېب خان په رپوټ کې:
څیړونکي وايي پاکستان تحریک انصاف چې کله اپوزیشن کې وي نو د بشري حقونو اؤ جمهوریت پرضد معاملو باندې غږ پورته کوي خو خپل حکومت کې بیا په داسې مسلو غلی وي لکه چې اوس عمران خان د سیاسي قیدیانو د رهایي خبره کوي
د کال ۲۰۱۸م د انتخاباتو په نتیجه کې د عمران خان له حکومت جوړېدو وروسته هغه وخت د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر جنرال آصف غفور هم یو خبري کانفرنس کې په خبریالانو زور راوړی و چې د حکومت پرضد دې څه قسمه منفي خبرونه نه خپروي
رپورټونه وايي په شام کې د بشارالاسد حکومت د ختمېدو وروسته هوايي اډې بندې شوي او یو شمېر پاکستان په هېواد کې ګېر دي او په محفوظو لارو د ملک نه وتل غواړي.
د حکومتي شمېرو ترمخه په 26م نومبر اسلام آباد کې د پاکستان تحریک انصاف د مظاهرې په وخت نزدې 1400 پورې مظاهرچیان نيول شوي دي. د رپورټونو ترمخه دې نیول شوو کسانو کې د زیاترو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی.
د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سېکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي. په رپورټ کې ويل شوي 127 وسله وال هم وژل شوي دي.
وزیراعظم شهباز شریف تېره ورځ د کابینې غونډې ته وینا کې ويلې وؤ، چې د پوځ د سرلښکر له وجې په اسلام آباد کې د پي ټي آي برید ناکامه کړی شوی دی
د پاکستان د حکومت لخوا په ورچويل پرایوېټ نېټ ورک يا وي پي اېن باندې د بندیز لګولو په فيصله د سېنېټ د کمېټۍ غړو د ناخوښۍ څرګندونه کړې، او د انټرنېټ ورکوونکو کمپنيانو يوې اتحادیې خبرداری ورکړی، چې د وي پي اېن د بنديز فيصله د ټولنې د بيلولو خطر لري.
پاکستان تحریک انصاف تور لګولی چې د 26م آییني ترمیم د منظورۍ د پاره خفیه ادارو د دوی د ګوند پينځه پارلیماني غړي اغوا کړي وو او په دوی باندې يې په زور د دې ترمیم په حق کې رایې ورکړې دي. ناقدین وايي پاکستان کې هر یو ګوند تش په حزب اختلاف کې د جمهوریت د ودې خبرې کوي. تفصیل د اورنګزېب خان په رپورټ کې:
د پاکستان حکومت د اييني ترمیمونو منظورولو د هڅو خلاف پاکستان تحریک انصاف د اسلام اباد ترڅنګ نن د پنجاب د مرکز لاهور په ګډون په لویو ښارونو کې د احتجاج اعلان کړی. اسلام اباد سره سره پنجاب حکومت هم د امنیت د پاره پوځ رابللی. تفصیل د اورنګزېب خان په رپوټ کې:
تحریک انصاف د احتجاج له امله د اسلام آباد او راولپینډۍ ټولې داخلي لارې تړلې اؤ اکثره برخو کې موبایل فون خدمات هم بند دي. څيړونکي وایي تحریک انصاف ځان ته د احتجاج حق غواړي خو پښتونخوا کې چې پي ټي ایم احتجاج او جرګه کوي پولیس یې ورباندې بریدونه کوي. تفصیل د اورنګزېب خان په رپوټ کې:
د غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پيکس] د رپورټ ترمخه تېر د ستمبر په میاشت کې پاکستان کې ترهګرو پېښو کې کمی راغلی خو بيا هم چې تېره میاشت 77 حملې شوي، په هغو کې تر ټولو زياتې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.
د بلوڅانو د ملتپال نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل له پارلېمانه استعفا ورکړې او دا ښيي چې په بلوچستان کې سیاسي مشران د ولس د مشکلاتو او هلته د پاکستان د پوځ د زیاتېدونکي رول په وړاندې استازیتوب کولی نه شي. ښاغلي مېنګل هم د استعفا وجه خپله بېوسي ښودلې ده. تفصیل د اورنګزېب خان په رپوټ کې:
د عزم استحکام عملياتو د اعلان وروسته چې دغو عملياتو ته سخت غبرګون وویل شو، وروسته بيا پوځ د عزم استحکام عملياتو په اړه سپيناوی کړی چې، عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي
د پاکستان پارلیمان نه منظور شوي الیکشن قانون ترمیمي مسوده باندې د صدر آصف علي زرداري دستخط نه پس دا اوس یو قانون جوړ شوی، خو تحریک انصاف ددې بِل مخالفت کړی. څېړونکي وایي د حکومت د دې قانون سازۍ نه پس د ادارو تر منځ به اختلافات نور زیات شي. نور حال د اورنګزیب خان په رپورټ کې:
نور کتل