د ملګرو ملتونو د حقونو او د تعلیم دپاره کارکوونکې اداره یونېسېف وايي په پاکستان کې د پینځو کلونو نه تر د ۱۶ کلونو پورې دوه اشاریه اته مېلین ماشومان د سکولونو نه بهر دي چې په دنیا کې د سکول نه بهر د ماشومانو دویمه لویه ابادي ده او د هلکانو په مقابل کې جینکۍ زیاتې د سکولونو نه بهر دي
د جنورۍ پر اوومه د ږوب او قلعه سیف الله ضلعو منځنۍ سيمه ګوال اسماعیلزۍ څخه دوه تنه تښتول شوي وو، د ليويز چارواکو په وينا چې د وسلوالو ترهګرو اغوا کارانو له لوري يو تن په هم هغه مازيګر وژل شوی او یو تښتول شوی تن په 24 ساعتونو کې ژغورل شوی دی.
پېښور هايکورټ مرکزي او صوبايي حکومت ته حکم کړی، افغان هنرمندان دې په زوره ونه باسي، مرکزي حکومت دې يو افسر په ځای کړي، د افغان هنرمندانو د پناه خواستونو باندې دې په دوو مياشتو کې فيصله وکړي.
د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت څخه پرون د اېټمي انرجۍ کمېشن کارمندانو کې نهه تراوسه نه دي معلوم کړل شوي، چارواکي وايي د پوليس او پوځ د لټون عمليات دوام لري.
د پولیو د مخنیوي ادارې پر خپله وېبپاڼه په یو بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې د جنورۍ پر نهمه په کراچۍ کې د يو ماشوم په وینه کې د پولیو ويروس تائید کړی دی.
چارواکي وايي دغه پېښه د زیارت/پنجشنبې په ورځ د کوټې څخه د ۴۰ کيلومېټر په واټن باندي د سنجدګۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
نور کتل
No media source currently available