د خېبرپښتونخوا حکومت وياند بېرسټر سېف دوه ورځې وړاندې رسنيو ته ويلي ؤ د لوظنامې ورووسته به د هر خالي شنبې په ورځ په ځمکنۍ لاره کانوايي تک او راتګ کوي
د سرحد چېمبر اف کامرس صدر فضل مقيم خان ډیوه سره خبرو کې وایي، هره ټولنه هغه مهال پرمختیا ته جوړیږي چې کاروباري چاپېریال پکې سم وي خو دلته د کاروبار مخې ته تر ټولو ستر خنډ ناامني ده
د غېر دولتي تنظيم سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن اېګزېګټو ډاېرېکټر سيد کوثر عباس وايي دا د ماشومانو سره د جنسي تېريو هغه پېښې دي چې رپورټ شوي او له دې پرته په زرګونو داسې پېښې به وي چې رپورټ شوي نه دي.
د طالب چارواکو په قول پاکستاني ځواکونو د خوست د علي شیر ولسوالۍ په دابګی علاقه کې د راکټونو حمله وکړه، طالبانو جوابي ډزې وکړې او بیا جګړه څو ګنټې جاري وه
د پاکستان حکومت دعوه کوي چې د ټي ټي پي وسله وال د افغانستان خاوره کې خوندي ځالې لري اؤ د پاکستان په ضد فعالیتونه کوي خو افغان طالب چارواکو تل د پاکستان دا دعوې رد کړي اؤ وایي هیچاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل کوم هیواد په ضد وکاروي
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د هدفي پېښو لړۍ دوام لري. چارواکي وايي، تازه پېښې بنو او شمالي وزیرستان کې شوي، د یو پوليس اهلکار په ګډون پکې دوه کسان وژل شوي دي. شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد قامي جرګه هم شوې ده.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، اقتصادي کاميابۍ د امن سره تړلي دي، او امنيت غټ چېلنج جوړ شوی دی. د ترهګرۍ د سر چقولو نه بغېر مخ په وړاندې نه شو تلی.
د حکومت او پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) ترمنځ په دويم ځل خبرې شوي، او ويل شوي پي ټي آی حکومت ته خپلې غوښتنې زباني ويلي، په بله ليدنه کې به په ليکلې بڼه غوښتنې وړاندې کوي.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو وويل، د پاکستان نه یې د پيسو غوښتنه نه ده کړې دغه دعوه ردوي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تور لګولی، د طالبانو حکومت ترې افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي د وسله والو د پاتې کولو یا مېشته کولو لپاره لس اربه روپۍ غوښتې وې.
په پاکستان کې په جبري توګه د بې درکه شويو کسانو د موندنې او حقونو لپاره کار کونکي غېر دولتي تنظيم ډېفنس اف هيومن راېټس په خپل کلني رپورټ کې ويلي، په کال 2024م کې هم 19 کسان په زوره بې درکه کړل شوي او يو کس د حراستي مرکز دننه د عدالت څخه ماورا يا عدالت نه لرې وژل شوی دی.
په بلوچستان کې د سلېمان مارخور د غرني پسه په ناقانونه ښکار درې تنه نيول شوي، دوه پکې سرکاري نوکران دي. د بلوچستان سر ښار کوټې ته نزدې پروت غره تکتو کې د نايابه نسل غرني پسه چې په مار سلیمان مارخور مشهور دی ښکار شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، د نهمې مې په پېښو کې ککړو سزاوار شوو کې 19 کسانو د رحم خواست کړی، هغه منظور کړل شوی او سزاګانې یې معاف کړل شوي دي. ويل شوي دغو مجرمانو ته دوه، دوه کاله بند سزا اورول شوې وه.
نور کتل
No media source currently available