اسلام اباد کې د احتساب عدالت د پاکستان د پخواني وزيراعظم او پي ټي آی ګوند مشر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي ضد د القادر ټرسټ قضيه کې فيصله بيا نه اورول شوې. ويل شوي اوس په 13م دسمبر اورولی شي.
د بلوچستان په سر ښار کوټه کې موبايل سګنلز په نامعلومه وجه بند دي، خو دا سنګنلز په داسې وخت کې بند کړل شوي، چې د صوبې د حلقه پي بي 45 په 15 پولينګ سټېشنو د انتخابي نتيجو پر ضد جمعيت اسلام ګوند په صوبه کې احتجاجونه کوي.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې د نامعلومه وسله والو په بريد کې دوه پوليس اهلکار ووژل شو.
د حکومت او پاکستان تحریک انصاف [پي ټي آی] ترمنځ د مذاکراتي کمېټۍ وياند سېنېټر عرفان صديقي ویلي، پي ټي آی بيا بيا دریځ بدلوي، له امله یې د مذاکراتو مثبت مخ په وړاندې نه شي تلی.
نور کتل
No media source currently available