TV
بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
چارواکي وايي تیر کال پاکستان کې د پولیو 74 پېښې رپورټ شوي چې زیاتې پکې په بلوچستان کې ( 27)، خېبر پښتونخوا کې (22) او په سېند صوبه کې (23) دي. سره د پرله پسې کمپاېنونو په پاکستان کې د پولیو دومره شمېرې ولې رامخې ته کیږي؟ په دې موضوع نن په خپرونه کې بحث کوو. تاسو هم په خپرونه کې ګډون کولی شئ او په دې اړه خپل نظر وړاندې کولی شئ. د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
لویه پښتونخوا په ټي وي
په لویه خیبر پښتونخوا خپرونه کې د څو رپورټونو وروسته نن مونږه د پروګرام برخه کې پاکستان کې د الیکټرانکي جرمونو د مخنیوي په قانون کې د تازه بدلونو او په دې د خبریالانو او مدني فعالانو د اندېښنو او قانوني وضاحتونو په موضوع د میلمنو سره خبرې اترې کوو– د خپرونې کوربه : نوشیروان قلندر