TV
بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
د ماحولياتو ماهرين وايي د هوا ککړتيا د شوګر يا شکرې ناروغۍ په څېر د خطرناکو بيماریو سبب کېږي، د نړۍ د نورو علاقو ترڅنګ د هوا خیچنوالی د پېښور، لاهور او د پاکستان د نورو لويو ښارونو د اوسېدونکو لپاره هم لوی خطر دی ځکه چې دلته له وړاندې څخه هوا زیاته ککړه ده. په دې موضوع نن په خپرونه کي بحث کوو. د سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ویډیوګانې هم لرو. مېلمه: ډاکټر اسد الله کوربنې: نګین شاه او ناهید سحر د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
هېلو وي او اې په ټي وي
د ډیوه په هیلو وي او ای خپرونه کې به نن د خپلو مېلمنو سره د امریکې د فریډم هاوس په کلیز رپورټ خبرې کوو. فریډم هاوس واېي د سیاسي مخالیفینو د ځورونو، د شخړو، د تشدد او د استبدادي کړنو په وجه په نړۍ کې د ازادۍ کچه راټیټه شوې ده. دا خپرونه به د پاکستان په وخت ماښام اووه، افغانستان کې شپږنیمې او دلته په واشنګټن ډي سي کې د سحر نهه بجې شروع کیږي.