TV
بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
د پاکستان حکومت وایي د الیکټرانک جرمونو د مخنیوي د قانون «پیکا» مقصد په ټولنیزو رسنیو د جعلي خبرونو مخنیوی کول دي، خو خبريالان وايي د ترهګرۍ ځپلې پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو جرنلیسټان د دې قانون تر راتلو وړاندې هم له دړکو، عدم تحفظ او ځورونو سره مخ وو او که دا قانون هم عملي شي په خبریالانو به دباو نور هم سېوا شي او دوی به په ازاده خپل کار نه شی کولی. په دې موضوع نن په خپرونه کې بحث کوو. مېلمه: پروفېسر ډاکټر سید عرفان اشرف کوربنه: نګین شاه. د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
هېلو وي ای : پاکستان کې واړه کاروبارونو ته ورپېښ چېلنجونه، فېچ رېټنګز او د پاکستان اقتصاد
د پاکستان واړه او منځنۍ درجې کاروبارونه د ملک په اقتصاد کې ترټولو مهم کردار لوبوي. خو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې کاروباریان د خپلو کاروبارونو شروع کولو او یا غځولو لپاره بېنکي نظام ته هاغه شان رساي نه لري څنګه چې د ملک په نورو برخو کې کاروباریانو ته ترلاسه دي. اخوا د نړیوالې درجه بندۍ اداره فېچ رېټنګز وايي د پاکستان اقتصاد ښه شوی خو د ملک اقتصادي ثبات لپاره د آي اېم اېف قرض او بنیادي اصلاحات مهم دي. پاکستان کې کاروبارونو ته ورپېښ چېلنجونو او مجموعي اقتصاد باندې به نن د مېلمنو سره خبرې کوو. کوربه: محمد اکرام مېلمانه: سجاد خان: د خېبر پښتونخوا د ماربل انډسټریز اېنډ ماېنز اېسوسي اېشن صدر ډاکټر بشیر احمد: د اسلامیه کالج یونیورسټۍ د اقتصادي علومو استاذ ډاکټر ذلاکت خان: د پېښور یونیورسټۍ اقتصادي علومو څانګې پخوانی مشر ریاض حسېن: د ډیوه خبریال د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
لویه پښتونخوا په ټي وي: د صدر ټرمپ لخوا د یو اېس اېډ د تړلو فیصلې وروسته افغانستان کې 30 این جي او ګانو خپل فعالیتونه ځنډولي
لویه خېبر پښتونخوا: د صدر ټرمپ لخوا د یو اېس اېډ د تړلو فیصلې وروسته افغانستان کې 30 این جي او ګانو خپل فعالیتونه ځنډولي. طالب چارواکو غوښتنه کړې چې افغانستان سره کېدونکې بشري مرستې باید سیاسي نه شي. کوربه: اشفاق مومند مېلمانه واحد فقیري - د افغانستان سیاسي شنونکی غواث جانباز- څېړونکی شینکۍ کړوخېل - د افغان میرمنو د حقونو فعاله د پاکستان په وخت د شپې 8 بجو نه تر د 9 پورې او افغانستان کې د شپې 7:30 نه تر د 8:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@