لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

TV

19:00 - 19:59

هېلو وي او اې په ټي وي: د پاکستان اقتصاد ته چېلنجونه

هېلو وي او ای: د پاکستان اقتصاد ته چېلنجونه مېلمانه: ډاکټر شاهد محمود: اقتصاد پوه ډاکټر معراج الحق: انټرنېشنل اسلامک یونیورسټۍ کې د اقتصادي‌علومو استاذ ریاض حسېن: د ډیوه خبریال کوربه: محمد اکرام د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب وېره څرګنده کړې چې ملک اعتبار باېللی او وېلي د اعتماد په ځاې کولو لپاره اقتصادي‌ اصلاحات لازمي دي. د پاکستان اقتصاد ته اوس هم یو شمېر چېلنچونه مخې ته دي. پاکستان تراوسه پورې د آي اېم اېف سره شوي تړون لاندې د ملک بنیادي اډاڼه کې اصلاحات نه دي عملي کړي. د پاکستان د خسارې سره مخ ریاستي ادارو کې د یو ادارې هم نجکاري نه ده شوې. د توانایۍ مېدان او د ټېکس ډهانچه کې تراوسه اصلاحات عملي شوي نه دی او د اېن ډاېرېکټ ټېکسونو ترټولو زیات بوج په عام غریب اولس پرېوځي.‌ اخوا د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې لخوا پاکستان سره ممکنه نوې تجارتي اړیکې د دغه هېواد په اقتصاد ډېر اثر کولی شي. د پاکستان په مجموعي اقتصادي حالاتو باندې نن د مېلمنو سره خبرې کوو. د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@

XS
SM
MD
LG