پاکستان د 2024م کال د پولیو بله پېښه د سیند صوبې جېکب اباد سیمه کې مالومه شوہ، د تېر کال د پولیو د پېښو ټوله شمېرہ 71 ته ورسېدہ.
پښتونخوا اسمبلۍ وفاق او نورو صوبو ته په يو قرارداد کې ويلي، د پخوانۍ فاټا پښتونخوا صوبې سره ضم کېدو په وخت چې کومې وعدې شوې وې هغه نه دي پوره شوي، دغه قرارداد په متفقه توګه منظور کړل شوی، د وفاق او نورو صوبو نه غوښتنه شوې چې د وعدې مطابق دې د ضم شوو ضلعو د پرمختګ د پاره فنډونه جاري کړی شي.
د پاکستان سپريم کورټ کې د پوځي عدالتونو دننه د ملکي وګړو په ضد د مقدمو چلول کېدو په اړه اورېدنه کې د دفاع د وزارت وکيل عدالت ته ويلي، چې د نهمې مې د پېښو سازش جوړونکي يا د ماسټر ماېنډ خلاف مقدمه به هم په پوځي عدالتونو کې چلول کېږي؟.
د کوټې سره نزدې د کولې په کان کې لاندې د ګېر شوي خواريکښ مړی نن په پينځمه ورځ را ايستل شوی دی، د خواريکښ تعلق د شانګلې سره دی، امدادي کار کوونکي وايي، مړی به یې هم نن خپلې پلارنې علاقې ته ولېږل شي.
د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا صوبې په ټانک او خېبر ضلعه کې یې عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان اته وسله وال یې وژلي دي. پوځ تحریک طالبان پاکستان د خوارجو په نوم يادوي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير په پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي او ويلي یې دي، "د پولو دننه او بهر مو د ترهګرو ډلو عملياتي وړتياوې په کاميابۍ سره راکمې کړي دي. ځواکونو مو د ترهګرو تعقيب کړی، مهم کمانډران یې وژلي دي".
د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند ويلي، د وزيراعلا په لارښوونه د امن لوظنامې وروسته کورمه کې د مورچو يا بنکرو ورانول په رسمي توګه پيل شوي دي.
د پاکستان پوځ دعوه کړې، بلوچستان صوبه کې یې عمليات کړي، 27 وسله وال یې وژلي دي. پوځ ويلي د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع د استخباراتو په بنياد دغه عمليات شوي دي.
په بلوچستان کې په دوو جلا جلا مرګونو پېښو کې د کولې له کانونو څخه د 13 خواريکښو مړي را ايستل شوي، د يو خواريکښ مړی تر څلور ورځو تيريدو پس هم لا نه دی را ايستل شوی. صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره وايي د بند پاتې مړي را ايستلو دپاره عمليات دوام لري.
د افغانستان سره په پولې پرتې د خېبرپښتونخوا نا ارامه ضلعې شمالي وزيرستان د میرعلي اوسېدونکو د ناامنۍ له امله د علاقې څخه کډې کول پيل کړي دي.
نور کتل
No media source currently available