د پاکستان مرکزي حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره د سعودي عرب څخه د 1.2 اربه ډالرو نوي پور خواست کړی. اقتصادپوهان پاکستان ته د ای اېم اېف د اووه ارب ډالرو قرض پروګرام د ځنډ سبب چین ته د پاکستان د پورونو د بېرته ستنولو د مودې نه غزېدل ښیي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د اګست 22مه په نړيواله کچه د عقیدې په بنياد د تشدد ښکار شوو کسانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي، د پاکستان د بشري حقونو سرکاري کمېشن هېواد کې په احمديانو کېدونکو حملو، بد چلند او د دوی د عبادت خانو او هديرو د سپکاوي په ګډون په رياستي کچه توپیري سلوک باندې اندېښنې ښودلي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان مرکزي بېنک ویلي په مالي کال 2023-24م کې په پاکستان باندې بهرنۍ قرضې د 85 ټريليونه روپیو رېکارډ کچې ته رسېدلې دي. اقتصاد پوهان د هېواد اوسني بد اقتصادي وضعیت ته په کتلو وايي د بهرنیو قرضو دا دروند پېټی د زغملو نه دی. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
په پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د حقونو لپاره کارکوونکو او د لا درکه کسانو د کورنيو غړو هغه حکومتي اعلان رد کړی چې وايي مرکزي حکومت به د تېرو پینځو کالو نه د لا درکه تنانو کورنیو ته د هر لا درکه تن په سر 50، 50 لکه روپۍ ورکوي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان د خزانې وزارت ویلي د چين په سفر تللي د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب او د توانايۍ وزیر سردار اوېس لغاري د چين د خزانې وزیر او د اېکسپورټ اېنډ کرېډټ کارپورېشن صدر سره لیدلي او ورته یې په رسمي توګه د 15 اربه ډالرو قرضې ستنولو د مودې د پراختیا خواست کړی دی. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان وفاقي حکومت په ټولنيزو رسنيو باندې د رياستي ادارو او د هغې د مشرانو خلاف د پروپېګنډې او کرکه خوروونکو عناصرو د محاکمه کولو لپاره د پيکا اېکټ لاندې خصوصي عدالتونه جوړ کړي او دغه عدالتونو د نن څخه خپل کار پېل کړی دی. تفصيل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
د ډېجيټل حقونو فعال هارون بلوڅ وايي، "کتل به وي چې دا عدالتونه د سايبر جرمونو په اړه څومره پوهه او توان لري، ځکه چې دا ډېر تکنيکي معاملات دي او که د دې قانون لاندې پر چا مقدمې چلول کيږي نو باید چې ججان پوهه وي چې ډېجيټل فارنزک څنګه کيږي"
چين ته د تګ نه وړاندې د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب شخصي ټي وي چينل جيو نيوز ته وویل، چې چين ته د هغه د سفر په اېجنډا کې د پاکستان دننه د توانايۍ په څانګه کې د اصلاحاتو او د پانډه بانډز په سر د چينايي چارواکو سره خبرې کول شامل دي
په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفير سردار احمد شکیب ویلي د ټي ټي پي وسله والو د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په پاکستان کې حملې کولې، وايي کېدای شي د ټي ټي پي ځینې عناصر په افغانستان کې پټ وي، خو ددې مانا دا نه ده چې د طالبانو حکومت یا د افغانستان خلک د هغوي ملاتړ کوي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان د دفاع وزیر ویلي، د ملک د ايين ماتېدل په نظر ورځي خو نوموړي په ډاګه کړې ده چې د مارشلا لګېدو خبره نه کوي. څېړونکي او قانون پوهان هېواد کې د ژور اييني بحران اندازې ويني او وايي که حکومت د ځانګړي څوکیو په اړه د سپريم کورټ پرېکړه عملي کړه کېدای شي بحران کم شي. تفصيل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
نور کتل