د پاکستان سېنېټ د بجټ په اړه قامي اسمبلۍ ته 128 سپارښتنې کړي چې په کې په تنخاداره طبقه د ټېکسونو د پيټي راکمولو او مياشتني اجرت د سېوا کولو وړانديزونه شامل دي. اقتصادپوهان وايي د راتلونکي بجټ لپاره د ټېکس د لیي هدف ټاکلو مقصد د مالياتي استحکام ترلاسه کول دي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان خرابو اقتصادي حالاتو او ګرانۍ که يو لوري ته د ټولنې هره طبقه ځپلې ده نو بل لوري ته یې د پاکستان هغه مذهبي رواج هم متاثره کړی چې مالداره خلک مزارونو ته په تلونکو بې وزله خلکو کې د خېرات او د نياز خواړه وېشي. ارشد حسېن اسلام اباد کې د بري امام مزار ته ورغلی او دا رپورټ یې تيار کړی دی:
د درجه بندۍ نړیوالې اېجنسۍ موډيز د پاکستان د بجټ په اړه رپورټ کې ويلي، بجټ کې د 3.6 فيصده جي ډي پي هدف ټاکل د آي اېم اېف خوشحاله کول دي. اقتصادپوهان وايي که د پاکستان حکومت خپله اصلاحاتي اېجنډا په مخ بيايي او سرکاري ادارې شخصي څانګې ته سپاري بد اثر به یې په ولس پريوځي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د بلوچ لا درکه زده کوونکو د مقدمې په اورېدنه کې د اسلام اباد هایکورټ جج ویلي بلوچستان کې د جبري لادرکیو د پېښو له کبله په خلکو کې کرکه د ادارو نه بلکې د رياست خلاف سېوا کېږي. د خلکو د جبري لادرکۍ تور په امنیتي او استخباراتي ادارو لګیږي خو ادارې دا تورونه په کلکه ردوي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان مرکزي حکومت د راتلونکي مالي کال 2024 - 25 لپاره د 9800 اربه د خسارې بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی چې ټول حجم یې 18 زره او 900 اربه روپۍ دی. اقتصاد پوهان اټکل کوي د سرکاري لګښتونو د پوره کولو پېټی به ولس د ګرانۍ او ټېکسونو په شکل کې يو ځل بيا زغمي. تفصيل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
پاکستان او چین په خپل ټاکلي وخت د سيپېک لاندې روانو پروژو په سر ته رسولو، اپ ګرېډ کولو او دوېم پړاو ترقياتي منصوبو پر مخ بوتللو باندې اتفاق کړی. څېړونکي وایي د امنیت خراب صورتحال او د پاکستان کمزوری مالی حالت به د سيپېک په دویمه مرحله کې چېلنج جوړېدای شي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف وياندې جولي کوزيک په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته ویلي د نوي قرض پروګرام په اړه د پاکستان سره په ان لاېن بڼه مذاکرات روان دي او د سټاف په کچه يوې معاهدې ته د رسېدو په لوري پرمختګ شوی دی.
اسلام اباد هایکورټ په صحافيانو باندې د عدالت دننه د مقدمو په رپورټنګ د پېمرا لګول شوو بنديزونو اورېدنه کړې او د یاد عدالت مشر قاضي ویلي د عدالتي کاروایۍ په رپورټنګ هېڅ بنديز نه شته. خبريالان د پېمرا دا بنديز د اظهار په ازادۍ د بندیز هڅه ګڼي. تفصل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
څېړونکي وایي، له افغانستان سره په ګډه پوله د ازغن تار په لګول کېدو که هم د ترهګرۍ مخه ونه نیول شوه نو په داسې حال کې پاکستان ته په افغانستان د تورونو لګولو پرځای د خپلو امنیتي ادارو د کارکردګۍ جاج اخستل پکار دي.
د شاعر احمد فرهاد د جبري بې درکۍ قضیه کې د دفاع سېکټر اؤ د آي ایس آي سېکټر کمانډر عدالت ته بلل شوي اسلام اباد هایې کورټ دا فیصله له اسلام اباد څخه په جبري توګه د لا درکه شوي شاعر احمد فرهاد د مقدمې لپاره کړې. تفصيل د ارشد حسېن په راپور کې.
نور کتل