د اکتوبر په میاشت کې عدالت ته شهادتي بیان کې ژیزېل وویل حالات د بدلولو دپاره د جرات نه بلکې د غزم ضرورت وي. هغې عدالت ته وویل "دا یوازې ځما جنګ نه دی" بلکې د رېپ ښکار د هرچا جنګ دی
مغربي او روسي څېړونکي وايي د کال ۲۰۲۲ نه وروسته په وړمبي ځل روس د یوکرېن په مشرقي سیمه کې په چټکتیا پېش قدمي کوي، د یو نه وروسته بل کلی نېسي او پوکروسک ښار يې د خطر سره مخامخ کړی دی
د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا وزير احسن اقبال د چين د دورې په مهال په پاکستان کې د وژل شوو چينايي انجنېرانو په مړينه د هغوي سره خواخوږي څرګنده کړې او ټينګار يې کړی، د ترهګرۍ د دا رنګه پېښو مقصد د سي پېک (پاک چين اقتصادي راهداري) پروژې بې ثباته کول دي.
امریکې د نهې، سه شنبې په ورځ ويلي، د روس د لوړ پوړي افسر په وژنه کې لاس نه لري، د چا د وژنې دعوه چې اوکراين کړې ده، خو امريکې د دغه افسر د ظلمونو غندنه کړې ده
د روسي پارلېمټ اېوان بالا یا فېډرېشن کاونسل به د جمعې په ورځ په مسوده غور کوي او بیا به يې صدر ولادېمير پوټن ته وړاندې کوي چې په خپل دستخط يې په قانون کې بدل کړي
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، لومړی مرکزي حکومت د افغانستان سره "د مذاکراتو په خبره نه راضي کېدو، نو ما بيا مجبورا د صوبې په حېث وويل چې د هغو سره خبره کوم، ځکه مسله زما صوبې ته ده".
چین سره د ساینس او ټېکنالوجۍ په برخه کې همکارۍ د امریکې د قومي سلامتیا په اړه د ځینو امریکایانو تشویش هم راپارولی دی
امریکایۍ سفارتکارې دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل، پخپل اختیار کې د ټولو وسایلو نه به کار واخلي چې طالبان "د خپل تفریق پسنده احکامو" منسوخه کولو ته مجبوره کړي.
که شي په اېناګیورېشن کې شرکت دپاره واشنګټن ته سفر وکړي نو د ټرمپ د صدارت په دویمه دوره کې به دا وړمبی ځل وي چې د دنیا د دوو لویو اقتصادي ملکونو مشران به د تجارت او د عسکري چارو په شمول په لانجمونو مسلو خبرې اترې وکړی شي
د روس د دفاع وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل یو ډرون يې په چېچنیا، څلور يې په کرسک سیمه، درې يې په شمال اوشېټیا او اته نور يې د روس په ولکه کې په کرایمیا سیمه کې راوغورځول
نور کتل