د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، اقتصادي کاميابۍ د امن سره تړلي دي، او امنيت غټ چېلنج جوړ شوی دی. د ترهګرۍ د سر چقولو نه بغېر مخ په وړاندې نه شو تلی.
د حکومت او پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) ترمنځ په دويم ځل خبرې شوي، او ويل شوي پي ټي آی حکومت ته خپلې غوښتنې زباني ويلي، په بله ليدنه کې به په ليکلې بڼه غوښتنې وړاندې کوي.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو وويل، د پاکستان نه یې د پيسو غوښتنه نه ده کړې دغه دعوه ردوي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تور لګولی، د طالبانو حکومت ترې افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي د وسله والو د پاتې کولو یا مېشته کولو لپاره لس اربه روپۍ غوښتې وې.
په پاکستان کې په جبري توګه د بې درکه شويو کسانو د موندنې او حقونو لپاره کار کونکي غېر دولتي تنظيم ډېفنس اف هيومن راېټس په خپل کلني رپورټ کې ويلي، په کال 2024م کې هم 19 کسان په زوره بې درکه کړل شوي او يو کس د حراستي مرکز دننه د عدالت څخه ماورا يا عدالت نه لرې وژل شوی دی.
په بلوچستان کې د سلېمان مارخور د غرني پسه په ناقانونه ښکار درې تنه نيول شوي، دوه پکې سرکاري نوکران دي. د بلوچستان سر ښار کوټې ته نزدې پروت غره تکتو کې د نايابه نسل غرني پسه چې په مار سلیمان مارخور مشهور دی ښکار شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، د نهمې مې په پېښو کې ککړو سزاوار شوو کې 19 کسانو د رحم خواست کړی، هغه منظور کړل شوی او سزاګانې یې معاف کړل شوي دي. ويل شوي دغو مجرمانو ته دوه، دوه کاله بند سزا اورول شوې وه.
په معاهده کې وېل شوي چې که چېرې په یوه علاقه کې څه واقعه کېږي نو امن کمېټیانې به متحرک کېږي او یو بل فریق به څه جوابي ګام نه پورته کوي
عورت فاونډېشن رپورټ وايي تيرو دولس مياشتو کې د دتشدد په 73 پېښو کې 43 ښځي وژل شوي چې 19 ښځي او 14 نارينه د نګ اوناموس په تور قتل شوي دي، څلور ښځو د کورنى تاوترېخوالى لکبه خپل ځان خپله وژلی
نور کتل
No media source currently available