خېبرپښتونخوا کې د اکتوبر په مياشت کې خواوشا غټ واړه رپوټ شوي ۴۶ بریدونه شوي، ۵۳ امنیتي عسکر، اهلکار او ټول ۸۰ کسان وژل شوي دي، په دې شمېره کې دوه نرښځیان هم شامل دي.
په بنو کې هم د ناامنۍ پر ضد ولسي احتجاجي پرلت دوام لري، او په شمالي وزیرستان کې هم پراخه احتجاج شوی دی، چې په زرګونو خلکو پکې برخه اخیستې او د سیمې د خراب امنیتي وضعیت پر ضد یې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
خېبرپښتونخوا صوبه کې پرله پسې په دويمه ورځ امنيتي ځواکونه په نخښه شوي، په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته ځانمرګی برید شوی، د څلورو پولیس او دوو پوځيانو په ګډون پکې اته کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.
خېبر پښتونخوا کې په تيرو 24 ساعتونو کې په وسله والو بريدونو او نورو پېښو کې د 17 امنيتي اهلکارو په ګډون لږ تر لږه 24 تنه وژل شوي دي. د ناامنۍ نزدې لس پېښې شوي او نهه پکې په جنوبي ضلعو کې ترسره شوي دي.
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل خان کې د فرنټیر کانسټېبلري، ایف سي ځواک په یوه پوسته نامالومو وسله والو برید کړی، لږ تر لږه لس ایف سي اهلکار یې وژلي او دوه نور سخت ژوبل کړي دي. امنیتي سرچینې وایي دا برید پخوانۍ قبايلي سیمې درازنده کې په زام نومې ایف سي پوسته شوی دی.
د پولیس چارواکو په وینا، د حملې وروسته پولیسو په فوري ډول په سیمه کې د پلټنې عملیات پيل کړل او په جوابي ډزو کې یو بریدکونکي د زخمي کېدو مالومات ترلاسه کړي دي
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو لکي مروت او شمالي وزیرستان کې په دوه بیلا بیلو هدفي بریدنو کې یو پولیس اهلکار او یو ځایي تن وژل شوي دي. بل لور په بنو کې د ناامنۍ پرضد او امن دپاره احتجاجي پرلت نن په دویمه ورځ دوام لري چې پکې په ګڼ شمېر کې خلک ګډون کوي.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې ولسي پاڅون شوی، ځايي خلکو احتجاج کړی او د پرلت کولو یې ويلي دي، دوی وايي د جولای په مياشت کې چې ورسره د صوبې وزيراعلا د کومو خبرو ژمنې کړې وې په هغو کې په يوه هم عمل نه دی شوی، بلکې د سيمې د خلکو ځورول نور سېوا شوي دي.
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې د ترهګرۍ ضد یو پولیس افسر [سب انسپکټر] د ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د بنو ولسي پاڅون بيا د پرلت اعلان کړی دی.
د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه کورمه کې فرقه يیزې شخړې داوم لري او په تازه پېښه کې د شیعه مسلک سره تړاو لرونکي دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي، د ځایي خلکو په ځوابي ډزو کې دوه برید کونکي هم وژل شوي دي.
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې د خراب امنیت له امله د ګومل پوهنتون ټانک کېمپس تړل شوی دی. د پوهنتون انتظامیې ويلي، د پوهنتون ټولې تعلیمي چارې، په شمول د زدکړو عمل تر 18م اکتوبر پورې ځنډول شوي دي.
د ټانک او جنوبي وزیرستان د خلکو او مدني ټولنو لخوا هم په دې پرېکړه اندېښنې څرګندې شوې دي. دوی ویلي دي چې دا ډول اقدامات به دا تاثر پیاوړی کړي چې ادارې په خپلو مسؤلیتونو کې پاتې راغلې دي
ځايي پولیس د دې ډله ییز برید پخلی کوي او وايي پولیسو په فوري توګه پولیس لاین ته غځېدلې ټولې لارې بندې تړلې دې اؤ هېچا د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي
د پښتنو د حقونو د غږ پورته کوونکي کالعدم تنظیم پشتون تحفظ مومنټ یا پي ټي ایم د ۵۲ غړو نومونه د ترهګرۍ ضد ۱۹۹۷ کال د قانون شیډول فور ته اچول شوي دي چې پخلی یې صوبايي حکومت او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي کړی دی.
دا بريد په داسې وخت کې شوی، چې په ټول هېواد کې امنيتي ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد عمليات ترسره کوي، او په بلوچستان کې په دې وروستيو مياشتو کې د بريدونو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی چې زیاتر بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بیلتون خوښو ډلو منلې دي
د پاکستان پوځ وایي د افغانستان د پولې تر څنګ د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې پکې د یو افسر په ګډون شپږ پوځیان وژل شوي دي. د پوځ مطبوعاتي څانګې په دې نښته کې د شپږو وسلوالو د وژلو دعوه هم کړې ده. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د خېبر پښتونخوا په خېبر ضلعه کې د اکتوبر په ۱۱مه اعلان شوې جرګې قامي عدالت په ځای تیره ورځ د صوبې د پوليسو کرېک ډاون کې د جرګې په ځای لګول شوې خېمې سوځول شوي، په پرامنه کاروکونکو یې اوښکو بهيونکی ګېس شیندلی او ګڼ شمېر فعالان یې نیولي دي.
نور کتل