د برتانيې د [دي ګارډين ورځپاڼې] ويلي، اسلام اباد کې د چين سیاسي سيکټري وانګ شينګجي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ، سي پېک په وړاندې خطرونو په اړه غېر معمولي سختې نيوکې کړي، او د چين د اربونو ډالرو پانګونو پروژې سي پېک د راتلونکي په اړه یې "سنجيده اندېښنې" څرګندې کړي دي.
د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې شپږو چينايي وګړو سيند هايکورټ ته اييني خواست کړی او "غوښتي يې دي دوی پانګه وال يا کاروباريان دي د دوی د کاروبار او ځان دې، د نړيوال قانون او پاکستان د ايين لاندې د محفوظو حقونو تحفظ وشي".
د سعودي عرب ولیعهد د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هغه هېواد غواړي په راتلونکو څلورو کلونو کې په امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.
د زیارت/پنجشنبې په ورځ د یو جاري کړی شوي رپوټ ترمخه، د چین نه پس اسرائیل د نړۍ پر مخ دویم داسې هېواد دی چېرته چې تر ټولو زیات صحافیان یې بندیوان کړي دي.
د هند د سنېما د فلمونو ستوری سېف علي ممبۍ کې په خپل کور کې وو، په کور یې غله ورغلي هغه ورسره مزاحمت کړی او د غلو د چاکو په ګوازونو ژوبل شوی، روغتون ته منتقل کړل شوی دی.
امریکایي چارواکو او د مذاکراتو منځګړیو د شورو/چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې حماس او اسرائیل د یوې ډزبندۍ په سر اتفاق کړی چې نتیجه به یې د حماس ډلې لخوا د ځینو یرغمالانو آزادېدل وي.
څه موده وړاندې چې د هند او د افغان طالبانو د مشرتابه ترمنځ په وړومبي ځل د جګپوړي سفارتکارۍ په کچه ناسته وشوه، د څېړونکو په نظر، دا په افغانستان کې د نوې ډیلي لخوا د خپل اثر رسوخ پراخه کولو یو لوی ګام و.
افغانستان کې د واکمنو طالبانو اسلام اباد کې سفارتخانې ويلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مشرې ته یې پايتخت اسلام اباد او جوخت پروت ښار پېنډۍ کې د افغانانو په نيولو او ځورولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
نور کتل