تراوسه د مجوزه 26م اييني بدلون او په عدالتي نظام کې د اصلاحاتو په اړه حکومتي مسوده نه ده څرګنده شوې خو مطبوعاتو کې رپوټونه وايي په دې کې د وفاقي اييني عدالت جوړښت، د اعلا ججانو د ريټايرډ کېدو په عمر کې د دريوؤ کلونو اضافه او د سپريم کورټ د چيف جسٹس تعينات کولو په طريقه کار کې بدلون راوستل شامل دي
د خېبر د تيراه راجګل سیمې د کډوالو او د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور ترمنځ له خبرو وروسته د اګست د مياشتې راهسې روان احتجاجي پرلت د خېبر بګياړۍ پوستې سره دوه ورځې وړاندې ختم کړل شوی دی
سرکاري وکیل عدالت ته ویلي د وزیراعظم شهباز شریف لخوا امریکایي صدر ته په لیکل شوي خط کې خواست شوی دی چې د عافیه صدیقي د رحم اپیل باید منظور کړي اؤ د خوشې کولو امر یې وکړي
د جمعې په ورځ چې د سیالۍ د څلورمې ورځې لوبه پېل شوه نو انګلینډ د دوؤ لوبغاړو په تاوان له 36ؤ منډو خپله نېمګړې پاڼۍ په وړاندې بوتله، په دغه مهال جو روټ 12 او اولي پاپ 21 منډې جوړې کړې وې اؤ توپ وهنې ته ولاړ وؤ
د پاکستان پنجاب صوبه کې نن د جمعې په ورځ د تعليمي ادارو د رخصتۍ او 144 مادې لګولو اعلان په داسې وخت کې شوی چې هم نن پاکستان تحریک انصاف ګوند د احتجاج او لاهور کې د يو شخصي کالج د زده کوونکې سره د مبيينه جنسي تيري، زياتي د پېښې په سر زده کوونکو هم احتجاج اعلان کړی دی.
بلوڅ يکجهتي کميټۍ دعوه کړې، په کراچۍ کې په چينايانو د بريد وروسته د بلوڅو ځوانانو نيولو لړۍ پيل شوې او يواځې د اکتوبر په 16 مه نېټه په کراچۍ کې تر نهو پورې بلوڅ ځوانان د ترهګرۍ مخنيوي ادارې سي ټي ډي بې درکه کړي دي.
د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه کورمه کې فرقه يیزې شخړې داوم لري او په تازه پېښه کې د شیعه مسلک سره تړاو لرونکي دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي، د ځایي خلکو په ځوابي ډزو کې دوه برید کونکي هم وژل شوي دي.
پاکستان کي د خوراک د نړيوال پروګرام مشرې کوکو شيما وويل د خوراک نړيوال پروګرام د خپلو همکارانو او اړونده ادارو اې ايف آي ډي ، ايف اې او، مقامی حکومتونو او ټولنې سره په ګډه د صحت مند خوراک باوري کولو لپاره هلې ځلې کوي
د خېبر پښتونخوا تاجران وايي په 2016 کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخيزه تجارت خواوشا 3.5 اربه ډالرو ته رسېدلی و خو اوس يې کچه د يو ارب ډالر نه راکمه شوې ده۔
څېړونکي اؤ د سرو زرو کاروباریان وایي چې غزې کې د سیوا شوي تاو تریخوالي اؤ د امریکې د فیډرل ریزرو د سود په کچه کې د کمي له امله په نړیواله کچه د سرو زرو بیعې په بره تللي دي
اقتصاد پوهه رشید ازاد وي او اې ډیوه ته وایي،د شنګهایی همکارویو تنظیم کې داسې هیوادونه شامل دي چې پکې دوه ویټو پاور لري، څلور جوهري هیوادونه دي، خو په دغه هیوادونو کې غریبي هم ډیره زیاته ده، د موسمیاتې بدلونو او خپل منځي شخړو له امله یې یو بل سره اقتصادي اړیکې کمې دي
پاکستان انسټيټوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټډيز نومې ادارې، پیکس ويلي، د ستمبر په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 77 پېښې شوي، او په دې کې 47 يوازې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي
نور کتل
No media source currently available