د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر فیصل کریم کنډي بیا ډيوه ته وایي د ټولو ګوندونو استازي که خپلو کې یو شي اؤ یوه مسوده تیاره کړي نو "مونږ به دا خپله مقدمه اسلام اباد ته یوسو اؤ هلته به په دلایلو سره د خپل کیس پیروي وکړو."
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې شوې چاودنه کې د يو پوليس اهلکار او سکول د څلورو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي، او 15 نور ژوبل شوي دي.
د پکس رپورټ ترمخه د اکتوبر میاشت کې په مجموعي حملو کې 87 فيصدي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 117 کسان وژل شوي اؤ همدا شان په بلوچستان کې بیا په دې میاشت کې په 24 بريدونو کې 56 کسان وژل شوي دي
د اسلام اباد ډي چوک کې د تحریک انصاف د احتجاج په مهال نیول شوي د خېبر پښتونخوا صوبې 86 سرکاري ملازمان اؤ دوه د صوبایي اسمبلۍ غړي تېره ورځ د اټک له زندانه خوشې کړل شوي وؤ
د ماحولياتو ماهرين وايي د موسمي بدلون له وجې راتلونکي سېلابونه ځايي ولس ته مالي او ځاني زيان رسوي او د دې ترڅنګ د سخت موسم په نتيجه کې د فصلونو پېداوار او د اوبو سرچينې هم متاثره کوي
د خبريالانو د حقونو دپاره کار کوونکي نړيواله اداره کميټي ټو پروجېکټ جرنلسټ وايي، د خبريالانو وژنو کې د انصاف امېدو په ټوله نړۍ کې ګران کار دی خو په خصوصي توګه پاکستان کې صورتحال نور هم خراب دی،
پاکستان کې يو ليټر ډيزل درې روپۍ 85 پيسې او پټرول يوه روپۍ او 35 پيسې ګران کړل شوي دي. 15 ورځې وړاندې ډيزل پوره پينځه روپۍ ګران کړل شوي او د پټرولو قيمت په خپل ځای 247.03روپۍ ليټر ساتل شوی وو.
نور کتل
No media source currently available