وزیراعظم شهباز شریف تېره ورځ د کابینې غونډې ته وینا کې ويلې وؤ، چې د پوځ د سرلښکر له وجې په اسلام آباد کې د پي ټي آي برید ناکامه کړی شوی دی
په اسلام اباد کې میشت سینیر خبریال طاهر خان وایي په پاکستان کې په لکونو افغانان په قانوني توګه ژوند کوي اؤ د پاکستان کابینې هغوي ته د راتلونکي کال ۲۰۲۵م د جون تر ۳۰مې نېټې دلته د استوګنې اجازه هم ورکړې ده
د احتجاج پرمهال جاني خېل قامي جرګې امنیتي ځواکونو ته درې غوښتنې وړاندې کړې چې پکې د سیمې د ټولو تړلو لارو د پرانستلو، د نیول شوو کسانو د خوشي کولو او د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو د نه زیانمنولو غوښتنې شامل دي
د پاکستاني خبریال مطيع الله جان زوی ويلي، پلار یې پرون د اسلام اباد د پمز روغتون د مخې څخه نامالومه کسانو اوچت کړی دی. مطيع الله جان د پاکستان یاد خبریال دی، د ټي وي چېنل د پروګرام کوربه دی او په اسلام اباد کې یې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د احتجاج کورېج کولو.
تېره ورځ د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر ډیوه ته ویلي وؤ چې د 21م نومبر راهسې تراوسه پورې کورمه کې 125 کسان وژل شوي او 180 پورې ژوبل شوي چې په 30 نه تر 40 پورې ژوبل تنان په بېلابېلو روغتونونو کې داخل دي
د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې بل نرښځی نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی. تېره میاشت هم په مردان کې دوه نرښځيان وژل شوي وو.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، پاکستان کې د پوليو دپاره قامي ليبارټرۍ تاييد کړې، چې د ډېره اسماعيل خان په مورګه يونين کونسل کې د 27 مياشتو په يو ماشوم کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.
اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف [پي ټي آی] د احتجاج وروسته د ياد ګوند د باني بندي مشر عمران خان، د هغه د مېرمن بشرا بي بي او خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډاپور او نورو ضد د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کړل شوي دي.
ايران پر پاکستان باندي تورلګوي چې مذهبي تندره ډلې جېش عدل د ايران په سستان بلوچستان کې ترهګري کوى او پاکستانۍ چارواکي بيا وايي چې ځيني بلوڅ وسلوالې ډلي په ايران کې پناه اخلي او بيا دلته بريدونه کوى
د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر ووویل د 21م نومبر راهسې تراوسه پورې 125 کسان مړه شوي او 180 پورې ژوبل شوي چې په 30 نه تر 40 بورې ژوبل تنان په بېلابېلو روغتونونو کې داخل دي
پاکستان تحریک انصاف ګوند دعوه کړې ده چې اسلام اباد کې د هغوي په مظاهره چیانو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې په لسګونو بېګناه وګړي وژل شوي اؤ په سوونو نور ژوبل شوي دي.
نور کتل
No media source currently available