په تېرو پینځو کلونو کې د دواړو ملکونو وړمبي مشقونه په داسې وخت کې کولی شي چې چین غواړي په پاکستان کې په مختلفو منصوبو کارکوونکو د زرګونو په شمېره کې د خپلو شهریانو د تحفظ دپاره پاکستان ته چینايي امنیتي کارکوونکي ولېږي
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې چارواکي وايي، د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا د صوبې څخه افغانستان ته په وړونکو سوداګریزو توکيو دوه فيصده ټېکس، ماليې لګول کېدو سره د دواړو ګاونډي هيوادونو تر منځ سوداګري اغېزمنيږي.
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې د جاني خېل په سیمه کې د نامالومه وسله والو لخوا د يو قامي مشر حاجي شودي خېل په ګاډي برید شوی، په نتیجه کې یې د دوو سیمه ییزو مشرانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه، او ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي.
پاکستان کې د پوليو نوې پېښه د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې رپوټ شوې، په روان کال 2024م کې پاکستان کې د پوليو د پېښو شمېره 50 ته ورسېده.
پاکستاني چارواکو د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي، وسله والو د افغانستان سره پولې ته نزدې د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعه کې د امنيتي ځواکونو په قافله بريد کړی لږ تر لږ اته پاکستاني پوځيان یې وژلي دي. بله پېښه د صوبې په جنوبي ضلعه بنو کې شوې، وسله والو اووه پوليس اهلکار تښتولي دي.
د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ترمخه هغه خلک چې په بدن کې د پولیو وایرس لري په عامه توګه د دې علامات نه څرګندوي خوچې کله دا مرض زیات شي نو د بدن په اعضابي نظام حمله وکړي او په یو څو ګنټو کې دننه بدن مفلوج کړي
د ۲۱ پاکستانیانو ترڅنګ، ۲۰ یمنیانو، ۱۴ د شام شهریانو، د نایجیریا ۱۰، د مصر نهه، د اردن اته، د ايتوپیا اووه، د سوډان، هندوستان او د افغانستان دریو دریو او د سري لنکا، اېرېټریا او د فلېپېینز یو یو شهري ته مرګ سزاګانې ورکړی شوي دي
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د اتوار،یکشنبې په ورځ ويلي، حکومت پریکړه کړې چې د هر سېکټر يا څانګې څخه به ټېکس يا ماليه اخلي، چې پکې د ځمکو کاروبارکونکي، واړه او غټ دوکانداران او د کرکيلې څانګې شاملې دى، يادو څانګو تر دې دمه د ماليې څخه ډډه کوله.
د خېبر ضلعې په تيرا سيمه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمېنځ نښخته شوې او دواړو خواو يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړي دي.
نور کتل
No media source currently available