د خېبرپښتونخوا پوليسو دعوه وکړه، د پېښور پوليس لاين د ځانمرګي بريد سهولت کاري کوونکی پوليس اهلکار محمد ولي یې نيولی دی، او تعلق یې د تحریک طالبان پاکستان (فتنه الخوارج) د ذيلي تنظيم جماعت الاحرار سره دی.
د امریکې سفير ډونلډ بلوم پاکستان کې د پينځو کالو دپاره د يو زرعي، کرنې پروګرام پرانسته کړې، د کوم څخه به چې د پاکستان کرونده ګر د موسمي بدلونونو د اغېزو څخه بچ کېدو دپاره د نوو رجحاناتو سره اشنا کولی شي، دوی ته به هر ډول مرستې او اسانتياوې برابرولی شي.
پاکستان د 2025م کال دپاره د حج پاليسي اعلان کړې، چې له مخې به یې د سرکاري حج سکيم مصرف د 10 لکه 75زور نه تر 11 لکه 75زرو روپو پورې راځي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د چين د بهرنيو چارو وزات يو وياند پرون په 11م نومبر ويلي، چين به د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پاکستان مرستې جاري ساتي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لن جيان ويلي، د چين او پاکستان اړيکې خرابوونکو ټولې هڅې به ناکامه کولی شي، عزم او وړتيا یې لري.
په تېرو څو کلونو کې سموګ يا په فضا کې خیچن والی او دهند د پنجاب حکومت دپاره لویه مسله جوړه شوې ده. تحقیقي رپورټونه وايي د دې په لویو وجوهاتو کې د موټرو لوګی، دوړا او په پټو کې د بله بوټو سوزولو دپاره اورونه ګڼل کېږي
پیښور کې پوهان وایي، په دې ښار کې د فضا الودګی ډیره سیوا ده، خو دا زیاتره خلکو ته په ژمي موسم کې د لړې یا لوګي په شکل ښکاري
د جنوبي وزیرستان او ټانک ضلعو اوسېدونکي وايي، د امنیتي اندېښنو له امله چې د جنوبي وزیرستان (کوز او بر) او ټانک ضلعو عدالتونه د اکتوبر د میاشتې راهیسې ډېره اسماعیل خان ته منتقل کړل شوي، دوی عدالتونو او د انصاف لاس رسي کې د مشکلاتو سره مخ شوي دي.
د پاکستان د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير ضياالحسن لنجار وايي، په کراچۍ کې د هوايي ميدان په خله کې چې د چينايانو په قافله برید شوی، دا ځانمرګی برید وو، په دې بريد کې يو ځانمرګی او دوه سهولت کار یې شامل وو، په دغو شاملو کسانو کې يوه ښځه او دوه سړي نيول شوي او د نورو نيولو دپاره علميات دوام لري.
د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په سپين وام سيمه کې په دوو ورځو کې د لسو والو وژلو دعوه کړې، پوځ پرون د څلورو نورو وسله والو وژلو دعوه کړې ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، د ترهګرو د سر چقولو دپاره به په پوره قوت سره پرېکنده اقدامات کولی شي. دغه خبره نوموړي د بلوچستان د وزيراعلا سرفراز بګټي سره ګډې غونډې ته کړې ده.
نور کتل
No media source currently available