د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ په ایکس رسنۍ ډانلډ ټرمپ ته مبارکي ویلې او پخپل د مبارکۍ پېغام کې یې لیکلي "ټرمپ ته یو ځل بیا په صدر منتخب کېدو مبارکي ورکووم اؤ د نوې امریکایي انتظامیې سره د تعلقاتو پیاوړتیا ته پرعزم یم"
امنیتي چارواکي وايي د جنوبي وزيرستان تحصيل لدها په کړمه سيمه کې د امنيتي ځواکونو په چيک پوسټ د شپې بريد شوی چې په نتيجه کې يې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي
د امریکا صدارتی ټاکنې تل د پاکستان لپاره مهمي وي ځکه چې د امریکا بهرنۍ تګلارې د پاکستان اقتصاد، امنیت او د نړۍ په سياست اغيز کولی شي.
د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ صدارتي بريا ته نزدې دی، ټاکنو کې یې مهم رياستونه ګټلي دي. هغه د خپلې بريا ادعا کړې او پلويانو مننه یې کړې ده. د پاکستان په ګډون په نړيواله کچه مشرانو ډانلډ ټرمپ ته اومبارکي ويلې ده.
د خېبر پښتونخوا په حنوبي ضلع ډیره اسماعیل خان کې د فرنټیر کانسټېبلري په ګاډي د وسله والو برید کې د ایف سي ځواک دوه اهلکار وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
پاکستان کې څيړونکي او خبريالان وايي، د امريکا د نوي صدر ټاکنه به یواځې د امریکا د کورني سیاست نه، بلکې د جګړې او شخړو په مینځ کې د ټولې نړۍ پشمول پر پاکستان هم اغېزې ولري. خو پاکستان به غواړي چې که هر څوک د امریکا صدر جوړيږي، ښې اړيکې ورسره وساتي.
د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د ډزو په پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شوي، پوليس وايي چينايي وګړو يوه شخصي کارخانه کې کار کولو او د کارخانې د ساتونکي په ډزو ژوبل شوي او روغتون ته منتقل کړل شوي دي.
د افغانستان سره په پوله د ناامنۍ ښکار ضلعې کوز جنوبي وزیرستان کې د نامالومه وسله والو په بريد کې د تر هګرۍ ضد پولیس سي ټي ډي (کاونټر ټیررزم ډیپارټمنټ) اهلکار عثمان او د هغه دوه ملګري، مصطفا او یونس په ځای وژل شوي دي.
نور کتل
No media source currently available