پاکستاني چارواکي وايي ټي ټي پي د افغانستان د خاورې څخه په پاکستان کې حملې ترتیبوي خو د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دغه خبره ردوي، وايي پاکستان دې په امنیت کې د خپلې ناکامۍ پړه په طالبانو نه وراچوي
جرګې په شریکه فېصله وکړه چې ټول قام خپلې زمکې ورکولو ته تیار نۀ دی او یو انچ زمکه به په کروړ روپۍ هم څوک حکومت له نۀ ورکوي او کۀ حکومت په زور د زمکې اخستو هڅه وکړه نو د دې کلو د خلقو ردعمل به ډېر زیات سخت وي
د اسټريليا کرکټ لوبډلې د درېو يو ورځنو لوبو د لړۍ په لومړۍ سيالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې ته په دوه وکټو ماتې ورکړه.
د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې، ځايي خلک وايي، د خرابې امنیتي وضعې له امله کاروباري فعالیتونه په ټپه درېدلي، او د سختو مالي مشکلاتو سره مخ دي.
د پاکستان د پنجاب صوبې مرکزي ښار لاهور کې نن د ګل، دوشنبې په ورځ د هوا د خراب معيار يا خرابې هوا له امله د پينځم ټولګي پورې سکولونه د يوې اوونۍ دپاره تړل شوي دي.
د پاکستان د نجکارۍ مرکزي وزير عبدالعليم خان ويلي، "د پاکستان د قامي هوايي نړيوال شرکت، پي آی اې د نجکارۍ عمل روان دی، زما زمه واري د پي آی اې سمول نه بلکې د دې خرڅول دي، تر څو چې د پي آی اې د تاوان خبره ده په هغې کې مې هیڅ کردار نشته".
نور کتل
No media source currently available