په پاکستان کې 1994 کال راهیسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هېواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي
د عمران خان په ضد د نهم مې په نورو اتوؤ مقدمو کې د ضمانتونو درخواستونه د لاهور د ترهګرۍ دمخنیوي عدالت کورټ نمبر ون کې د اورېدنې لاندې دي چې اورېدنه به یې په 30م نومبر کیږي
تاجران او کاروباریان وایي د پاکستان مجموعي تجارت کې سيمه ايز تجارت د پنځه فیصدي نه هم کم دی ، بل پلو په نړۍ کۍ د سيمه ایزو هيوادونو ترمنځ تجارت د 50 سلنه نه هم زيات دی
د سیمې نه امنیتي سرچینې وايي چې دا پېښه نن د جمعې په ورځ د شکتوي په شرکي سیمه کې رامنځته شوې چې د نامعلوم لوري څخه یو ګوله په یو کور لګېدلې چې پکې دوه بې ګناه ماشومان وژل شوي
د کال 2018م په لومړۍ نېټه ټرمپ په اېکس [پخواني ټویټر] يو پوسټ کې ويلي لیکلي وؤ "پاکستان د امريکا نه 33 اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې دورغ ويلي، ټګې يې کړې او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي"
د پاکستان او اسټريليا کرکټ لوبډلو ترمنځ درېو يو ورځنيو سياليو په دويمه لوبه کې پاکستان کوربه اسټريليا ته په نهو وکټو ماتې ورکړه.
په کورمه پاړه چنار کې د لارو تړل کېدو او خراب امنيت ضد احتجاجي پرلت نن په دويمه ورځ هم دوام لري. پرون د نومبر په اوومه نېټه د امن په نوم مارچ د کورمې مرکز پاړه چنار نه پېل شوی او د 25 کلومېټرو پياده تګ وروسته د سميرعباس په نوم زيارت سره په پرلت بدل شوی دی.
پاکستان وايي، د امريکې سره یې د لسيزو راهسې اړيکې دي، پاکستان غواړي چې دغه اړيکې نورې پياوړې شي او دوه اړخيزه اړيکې د يو بل په چارو کې د لاس وهنې نه دي.
د پاکستان پوځ ویلي، افغانستان سره په پوله جنوبي وزیرستان سیمه کې د وسله والو سره نښته شوې، څلور عسکر پکې وژل شوي او پوځ پينځه خوارج وژلي دي. د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د خوارج په نوم يادوي.
نور کتل
No media source currently available