په بنو کې هم د ناامنۍ پر ضد ولسي احتجاجي پرلت دوام لري، او په شمالي وزیرستان کې هم پراخه احتجاج شوی دی، چې په زرګونو خلکو پکې برخه اخیستې او د سیمې د خراب امنیتي وضعیت پر ضد یې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
په اسلام اباد کې د عدالتي چارو وتلی خبریال ښاغلی ثاقب بشیر وایي په ټولنه کې چې د ځپل شوؤ طبقو لپاره هیڅ غږ نه وي، نه عدالت اؤ نه بل څوک د هغوي لپاره غږ پورته کوي نو ایمان مزاري د هغوي غږ جوړیږي اؤ په ویړیا توګه عدالتونو کې د هغوي مقدمې پر مخ وړي.
د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه رضا فاروق پخپل یو بیان کې ویلي چې د 28م اکتوبر نه به د پولیو ورکران د پاکستان ګوټ ګوټ ته ځانونه رسوي اؤ ماشومانو ته به د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکوي
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په امریکا کې د نړیوالو مالیاتي او درجه بنديو ادارو د مامورینو سره د ملاقات په وخت ویلي ملکی معیشیت په سمه لاره روان دی او په پاکستان کی د پانګونو امید هم زیات شوی
د خېبرپښتونخوا صوبې د ژغورنې ادارې [رېسکيو 1122] 48 کارمندان او د دغه ادارې 18 ګاډي او ورسره 24 پوليس اهلکار د پينځم اکتوبر څخه د اسلام اباد پوليسو سره او جېل کې بندي دي، دا هغه کسان دي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا اسلام اباد کې اعلان شوي احتجاجي قافلو سره تللي وو.
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د څاروو يا ځناورو د خېر ښېګړې دپاره قانوني مسوده منظوره کړل شوې، چې د څاروو سره ناوړه چلند، ظلم زياتي او غفلت مخه ونيول شي. قانوني مسوده کې د بند او جرمانې سزاګانې مقرر کړل شوي دي.
خېبرپښتونخوا صوبه کې پرله پسې په دويمه ورځ امنيتي ځواکونه په نخښه شوي، په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته ځانمرګی برید شوی، د څلورو پولیس او دوو پوځيانو په ګډون پکې اته کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.
خېبر پښتونخوا کې په تيرو 24 ساعتونو کې په وسله والو بريدونو او نورو پېښو کې د 17 امنيتي اهلکارو په ګډون لږ تر لږه 24 تنه وژل شوي دي. د ناامنۍ نزدې لس پېښې شوي او نهه پکې په جنوبي ضلعو کې ترسره شوي دي.
پاکستان کې د چين سفير جيانګ زيډونګ ويلي، د چين پاکستان اقتصادي راهداري، سي پېک پروژه يو نوي پړاو ته داخله شوې، مرستې تر الېکټرک ګاډو او توانايۍ په څېر شعبو پورې پراخې شوي، خو ورسره نوموړي پاکستان کې د چينايي وګړو د خونديتوب سېوا کولو د هڅو ټينګار کړی دی.
پاکستان کې د پوليو پېښې کېدل دوام لري، تازه د بلوچستان لورالايي ضلعه کې ماشوم پوليو وهلی دی، د پوليو مخنيوي پروګرام وايي، په اتم اکتوبر دغه ماشوم معذوره شوی او پرون یې تصديق شوی چې پوليو وهلی دی.
نور کتل
No media source currently available