پاکستان کي د خوراک د نړيوال پروګرام مشرې کوکو شيما وويل د خوراک نړيوال پروګرام د خپلو همکارانو او اړونده ادارو اې ايف آي ډي ، ايف اې او، مقامی حکومتونو او ټولنې سره په ګډه د صحت مند خوراک باوري کولو لپاره هلې ځلې کوي
د خېبر پښتونخوا تاجران وايي په 2016 کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخيزه تجارت خواوشا 3.5 اربه ډالرو ته رسېدلی و خو اوس يې کچه د يو ارب ډالر نه راکمه شوې ده۔
څېړونکي اؤ د سرو زرو کاروباریان وایي چې غزې کې د سیوا شوي تاو تریخوالي اؤ د امریکې د فیډرل ریزرو د سود په کچه کې د کمي له امله په نړیواله کچه د سرو زرو بیعې په بره تللي دي
اقتصاد پوهه رشید ازاد وي او اې ډیوه ته وایي،د شنګهایی همکارویو تنظیم کې داسې هیوادونه شامل دي چې پکې دوه ویټو پاور لري، څلور جوهري هیوادونه دي، خو په دغه هیوادونو کې غریبي هم ډیره زیاته ده، د موسمیاتې بدلونو او خپل منځي شخړو له امله یې یو بل سره اقتصادي اړیکې کمې دي
پاکستان انسټيټوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټډيز نومې ادارې، پیکس ويلي، د ستمبر په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 77 پېښې شوي، او په دې کې 47 يوازې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين وايي، خېبر کې ترسره شوې "جرګې په حواله ځينې شکوک و شبهات وړاندې کوي، د خلکو په ذهنونو کې وسوسې اچوي، چې دا جرګه به د پښتنو په خاوره د خانه جنګۍ سبب ګرځي، خو د دې جرګې عملي کولو دپاره ټول قام تيار وي، ټول ملک به یې د عمل دپاره يو ځای ولاړ وي".
د برتانیې ياد پوهنتون اکسفورډ د چانسلر دپاره کېدونکو انتخاباتو دپاره د امېدوارانو فهرست جاري کړل شوی، خو په دغو 38 امېدوارانو کې د پاکستان تحریک انصاف د باني او پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان نوم نشته.
پاکستان کې د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، د عدالتي اصلاحاتو دپاره د اییني ترمیمونو په مسوده د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند سره اتفاق شوی، او د تحریک انصاف رای به هم ترلاسه کولی شي.
د خېبر تيرا راجګل کډوالو د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور ترمنځ د خبرو وروسته د اګست د مياشتې راهسې شورو شوی احتجاجي پرلت ختم کړل شوی دی.
په پېښه کې د ژوندي پاتې کسانو څخه ۵۰ سړي د پاکستان، ۳۹ سړي او دوه ښځې د سوډان، پينځه سړي د بنګله دېش او یو سړی د صومالیه دی
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې د خراب امنیت له امله د ګومل پوهنتون ټانک کېمپس تړل شوی دی. د پوهنتون انتظامیې ويلي، د پوهنتون ټولې تعلیمي چارې، په شمول د زدکړو عمل تر 18م اکتوبر پورې ځنډول شوي دي.
نور کتل
No media source currently available