د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل په پي ټي اېم د بندیز مخالفت وکړو او د پاکستان په حکومت يې غږ وکړو چې خپله فېصله دې بېرته واخلي او د غورځنګ د فعالانو په ضد د ترهګرۍ د قوانینو استعمال دې په سمدستي ډول ختم کړي
پاکستان کې حکومت د شانګهاى همکارۍ د تنظیم د غونډې په مهال د امنیت د ټينګښت لپاره د وړاندې څخه سخت امنيتي تدابير په پام کې نیولي دي او ورسره پوځ په ځاې کړی شوی دی
د اسلام اباد څخه وتلی خبریال او څېړونکی اسد علي طور ډیوه سره خبرو کې وایي"کوم تنظیم چې ټوله مبارزه د ټي ټي پي په پاکستان کې د ابادولو، ترهګرو ته د پناه ورکولو او د هغوي سره د رياست د ساز باز خلاف کوي، تاسو په هغه تنظیم بنديز لګوئ، او تور لګوئ چې هغه د ترهګرو سره رابطې لري، دا خو يوه ټوکه ده."
د پاکستان سرکاري ټي وي "پي ټي وي نیوز"د چهارشنبې په ورځ ویلي دا نښته د پاکستان اؤ افغانستان په پوله نوشکي عزنال سیمه کې هغه مهال شوې چې پاکستاني ځواکونه د ازغن تار په مرمت یا بیا رغونه بوخت وؤ چې افغان طالبانو پرې ډزې پيل کړې
په سوشل میډیا خپرو شوؤ ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې امنیتي ځواکونو د جرګې لپاره ټاکل شوی میدان یا ګراونډ پخپله ولکه کې اخستی ، دغلته یې مورچې جوړې کړي، بکتر بندي ګاډي اؤ نوره درنه مشینري یې د جرګې په میدان ودرولې ده
دا بريد په داسې وخت کې شوی، چې په ټول هېواد کې امنيتي ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد عمليات ترسره کوي، او په بلوچستان کې په دې وروستيو مياشتو کې د بريدونو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی چې زیاتر بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بیلتون خوښو ډلو منلې دي
د خېبرپښتونخوا حکومت سرکاري ملازمين د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم جرګې ته د ورتګ څخه منع کړي او ويلي یې دي، "ټولو سرکاري محکمو او ملازمينو ته خبر ورکړل کيږي چې د کوم لاقانونه ګرځول شوي تنظيم په پروګرام يا هلو ځلو کې ګډون ونه کړي". د پاکستان حکومت پي ټي اېم لاقانونه تنظيم ګرځولی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم منظور پښتين دا تورونه ردوي، چې د افغان طالبانو او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي سره اړیکې لري، او د بهر نه د فنډونو ترلاسه کولو تورونه هم ردوي. نوموړی وايي که پرضد یې کوم ثبوتونه وي، وړاندې دې کړل شي.
پاکستان کې په يوه ورځ د پوليو څلور نورې پېښې رپورټ شوي، يوه پېښه د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان، دوه د سيند صوبې په جېکب اباد او بله د کراچۍ په ملير کې معلومه شوې ده.
اېمنېسټي انټرنېشنل وویل په پي ټي اېم پابندي او د پي ټي اېم د فعالان په هدف کولو دپاره د ترهګرۍ د قوانینو استعمال د پرامنه اقلیتي احتجاج کوونکو د اجتماع د ازادۍ د حق سپکاوی دی
نور کتل
No media source currently available