خېبر پښتونخوا کې په تيرو 24 ساعتونو کې په وسله والو بريدونو او نورو پېښو کې د 17 امنيتي اهلکارو په ګډون لږ تر لږه 24 تنه وژل شوي دي. د ناامنۍ نزدې لس پېښې شوي او نهه پکې په جنوبي ضلعو کې ترسره شوي دي.
پاکستان کې د چين سفير جيانګ زيډونګ ويلي، د چين پاکستان اقتصادي راهداري، سي پېک پروژه يو نوي پړاو ته داخله شوې، مرستې تر الېکټرک ګاډو او توانايۍ په څېر شعبو پورې پراخې شوي، خو ورسره نوموړي پاکستان کې د چينايي وګړو د خونديتوب سېوا کولو د هڅو ټينګار کړی دی.
پاکستان کې د پوليو پېښې کېدل دوام لري، تازه د بلوچستان لورالايي ضلعه کې ماشوم پوليو وهلی دی، د پوليو مخنيوي پروګرام وايي، په اتم اکتوبر دغه ماشوم معذوره شوی او پرون یې تصديق شوی چې پوليو وهلی دی.
د حکومتي شميرو له مخې په کال 2022 کې د موسمياتي بدلون له کبله د رامنځته شوو سېلابونو له امله ملک کې 1700 کسان مړه شوي وؤ ، نزدې 3 نيم کروړه خلک یې ځپلي وو او بنيادي اډانې، فصلونو او څاروو ته یې د 30 اربه ډالرو نقصان اړولی و
د خېبرپښتونخوا په لکي مروت او په ځینو نورو سیمو کې په وروستۍ موده کې کالعدم تحریک طالبانو پاکستان، ټي ټي پي، په امنیتي ځواکونو د ځینو حملو ذمه واري منلې ده
جسټس فایز عیسا په کوټه کې پېدا شوی دی. کوټه کې د ابتدايي تعلیم نور سبق يې کراچۍ کې وېلی دی. هغه د کارپورېټ یا د کاروباري څانګې مشهور وکیل ګڼل کېدو او په مقدمو کې د هغو ججانو مخې ته نه و پېش شوی چې د کال ۲۰۰۷ د اېمرجنسي ضابطو دلاندې يې سوګند پورته کړی و
په کال 2021 کې د اوبو د وسايلو مرکزي وزارت د پاکستان سینیټ ته په يو رپورټ کې ويلي وؤ چې د خېبرپښتونخوا په پنځوؤ ضلعو کې په تيرو لسو کالو کې د اوبو کچه 25 فټه نه تر 75 فټه لاندې تللې ده
ای ایف پي خبري شبکې د سعودي د ایس پي اې خبري اژانس په حوالې ورکولو سره ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د مرګ سزا سره مخ شوؤ پینځوؤ کسانو باندذې د نشه اي موادو د قاچاق جرم ثابت شوی ؤ
د خېبرپښتونخوا کابينې د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې، چې "د پښتون امن جرګې قرارداد دې عملي کړل شي، کابينې د پښتون امن جرګې د قرارداد په اړه د مرکزي حکومت نه د کمېټۍ جوړولو غوښتنه هم کړې ده".
د خېبرپښونخوا سره په پوله د پاکستان د پنجاب صوبې پوليسو دعوه کړې، مياوالي ضلعه کې د ضلعې پوليسو او سي ټي ډي په ګډه د استخباراتو په بنياد عمليات کړي، او د تحریک طالبان پاکستان لس وسله وال یې وژلي دي.
د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبه کې ستر دیني عالم مولانا طیب قریشي د پولیو تباه کنه اثرات د نږدې لیدلي دي.
نور کتل
No media source currently available