د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم لخوا رابلل شوې په خېبر ضلعه کې د پښتون قامي جرګې په دويمه ورځ د جرګې ګډوان والو ته په غټ سکرين يوه تفصيلي ډاکومېنټري وړاندې کړل شوې، په کومه چې د پښتنو په خاوره د ناامنۍ د پېښو او وسايلو په اړه ټول تفصيل ويل شوی دی.
د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د مشرې ماه رنګ بلوڅ ضد کراچۍ کې د ترهګرۍ او نورو مادو لاندې مقدمه درج کړل شوې ده، اغلې بلوڅ په اووم اکتوبر د کراچۍ په هوايي ميدان امریکې ته د تګ څخه راګوځول شوې وه.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې بيا فرقه ييزه نښتې شوي، د ضلعې چارواکي وايي، پېښو کې لږ تر لږه 11 کسان وژل شوي او شپږ، اووه نور ژوبل شوي دي.
د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف، پي ټي آی بيا په اسلام اباد کې په 15م اکتوبر د احتجاج اعلان کړی، دا په داسې وخت کې چې په 15م او 16م اکتوبر اسلام اباد کې د شنګايي همکارۍ سازمان غونډه ټاکل شوې ده. د اطلاعاتو مرکزي وزير ويلي، شرخوښو ته به د څه ډول خنډ جوړولو اجازت ور نه کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين په خېبر کې د پښتنو قامي جرګې په لومړۍ ورځ ناوخته د جرګې د ګډون والو ته په وینا کې وويل، "د خېبر د خاورې نه به ستاسو د امن او ستاسو د ښه ژوند زېری راپورته کيږي. 13م تاريخ ته به يوه تکړه پرېکړه ستاسو مخ ته پرته وي".
د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان او بنو کې یې عمليات کړي، د تحريک طالبان پاکستان څلور وسله وال یې وژلي دي، د پاکستان پوځ او حکومت تحريک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين وايي، پښتون قامي جرګه به نن په 11م اکتوبر په خپل ټاکلي وخت او ځای په پرامن ډول پيليږي. پښتين او د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين دواړو مطبوعاتو سره خبرې کړي او د جرګې کېدل یې تاييد کړي دي.
نور کتل
No media source currently available