د خېبر پښتونخوا د خزانې محکمې شمېرې ښيي چې په تېرو 14 کلونو کې د ترهګرۍ مخنيوي او د دې پرضد جنګ دپاره د مرکز له خوا صوبې ته نزدې 500 اربه روپۍ ترلاسه شوي دي. څيړونکي وايي، د فنډونو ترلاسه کېدو باوجود هم د ناامنۍ سېوا کېدو لوی علتونه د وسله والو په مقابل کې د پوليسو د توان او جديدې وسلې کمښت دی.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري په 26م اييني بدلون دستخط، لاسليک کړی دی. پاکستان کې 26م اييني بدلون پرون اول د برني اېوان سېنېټ او بيا د شپې ناوخته د قامي اسمبلۍ نه منظور کړل شوی وو.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د داعش ډله د "فتنه ګرو وحشي ګروپ" په نوم ياده کړې او ويلي يې دي، د "مينځه یې وړې" ده. د طالبانو وياند بيا دعوه کړې، د دغه ګروپ د پاکستان بلوچستان صوبه کې "د داعش له مرکزونو څخه مستقيما رهبري کېده".
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې ولسي پاڅون شوی، ځايي خلکو احتجاج کړی او د پرلت کولو یې ويلي دي، دوی وايي د جولای په مياشت کې چې ورسره د صوبې وزيراعلا د کومو خبرو ژمنې کړې وې په هغو کې په يوه هم عمل نه دی شوی، بلکې د سيمې د خلکو ځورول نور سېوا شوي دي.
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې د ترهګرۍ ضد یو پولیس افسر [سب انسپکټر] د ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د بنو ولسي پاڅون بيا د پرلت اعلان کړی دی.
د پاکستان برني اېوان سېنېټ کې د منظورۍ وروسته 26م اييني بدلون په قامي اسمبلۍ کې هم په اکثريت سره منظور کړل شوی دی. تحریک انصاف ګوند قامي اسمبلۍ کې د اييني بدلون په وخت واک اوټ کړی دی.
نور کتل
No media source currently available