د پاکستان د خزانې مرکزي وزارت او د شمارياتو وفاقي ادارې په ملک کې د ګرانۍ د کمي دعوې کړي خو عام خلک وايي، هیڅ ارزاني نه ده راغلې او اقتصاد پوهان وايي، د سود په شرحه کې کمی او چې اقتصاد وده وکړي نو د هغې وروسته به امدن سېوا کيږي.
د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د ډي چوک د احتجاج په سر د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د هغه د مېرمن بشرا بي بي، د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور، بېرسټر ګوهر په ګډون د 96 کسانو د نيولو وارنټ جاري کړی دی.
پاکستان کې د پوليو درې نورې پېښې په ډېره اسماعيل خان، کراچۍ کيماړۍ او سيند صوبې په کشمور کې رپورټ شوي، چې ورسره سږ کال تراوس پورې په 2024م کې د پوليو د رپورټ شوو پېښو شمېره 59 ته ورسېده.
د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سېکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي. په رپورټ کې ويل شوي 127 وسله وال هم وژل شوي دي.
په کورمې ضلعې کې د پرون راهسې د حکومتي جرګې وروسته په بېلابيلو سيمو کې ډزبندي شوې، چارواکي دعوه کوي د پرون راهسې په سيمه کې امن په ځای شوی، خو غټې لارې هم بندې دي.
د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امین ګنډاپور د ترور زوی سردار ثقلین ګنډاپور چې د کلاچي تحصیل بلدياتي ممبر هم وو، د نامعلومه کسانو په ډزو وژل شوی دی. د بنو په جاني خېلو کې د ماټر ګولې چاودو له امله درې ماشومان وژل شوي او جاني خېلو کې د امن دپاره پرلت هم روان دی.
د پاکستان د وزيراعظم د دفتر څخه جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي، د رياست خلاف منفي پروپېګنډه کې ککړو کسانو په ګوته کولو دپاره ګډ ځانګړی ځواک [ټاسک فورس] جوړ کړل شوی دی.
د پاکستان پوځ دعوی کړې، د خېبرپښتونخوا بنو او خېبر ضلعو کې یې د درېو ورځو عملیاتو کې اته ترهګر وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي. په دې عملیاتو کې د پوځ یو افسر پشمول دوه پاکستاني پوځیان هم وژل شوي دي.
نور کتل
No media source currently available