رپورټونه وايي په شام کې د بشارالاسد حکومت د ختمېدو وروسته هوايي اډې بندې شوي او یو شمېر پاکستان په هېواد کې ګېر دي او په محفوظو لارو د ملک نه وتل غواړي.
د جون میاشت کې بیا پېښور کې فعالیت کوونکې څېړنیزې علمي ادبي اؤ کلتوري ادرې مفکورې، د موسیقارانو هنري ټولنې او دغه شان ځینو نورو فعالانو د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو ته په ګډه یو خط لیکلی ؤ چې رباب دې د پښتنو د زړې موسیقۍ د آلې او ۳۱مه مې دې د رباب د نړیوالې ورځې په توګه ومنل شي
د پاکستان انسټیټیوټ فار پېس سټډیز په رپورټ کې راغلي چې د نومبر په میاشت کې خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ 41 پېښې رامنځ ته شوي دي چې په کې د کورمې دوه فرقه ییزې پېښې هم شامل دي او په دې کې 114 کسان وژل شوي دي
https://www.whatsapp.com/channel/0029VaBFdnC9sBI6GVuGwi0e
د اورېدنې په مهال د دفاع د وزارت وکیل خواجه حارث خپلو دلیلونو کې وویل، دا ویل ناسم دي چې ګنې په پوځي عدالتونو کې د سویلین یا غیر پوځي وګړو مقدمې نه شي اورېدل کیدای
په جيل کي بندي پخواني وزير اعظم عمران خان د سياسى بنديانو د خوشى کولو او د نهمې مۍ او 26م نومبر د پېښو د رڼو پلټنو دپاره د عدالتى کمېشن جوړولو غوښتنه کړې او د غوښتنو نه منلو په صورت کې یې د دسمبر د 14مې نېټې څخه د سېول نافرمانۍ تحريک او د څيزونو د بايکاټ اعلان کړی دی.
د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلعه کې نامعلومه وسله والو د اېف سي، ملېشې ځواک په پوسته بريد کړی، لږ تر لږه شپږ عسکر پکې وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
د خیبرپښتونخوا په بونیر ضلعه کې د یو ۱۴ کلن هلک سره د جنسي تېري په تور یو پولیس افسر معطل او نیول شوی، او پر ضد یې مقدمه درج شوې ده.
نور کتل
No media source currently available