د مطبوعاتى رپوټونو له مخې، د پاکستان د انرژۍ وفاقي وزیر اویس احمد لغاري په دې خبرو کې د پاکستاني پلاوي مشري وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ په همکارۍ یې ټینګار وکړ
د ار اېس اېف په بیان د پاکستان د حکومت دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه دی راغلی خو پاکستاني چارواکي وايي په هېواد کې میډیا مکمله ازادي لري. پاکستاني چارواکي دا خبره ردوي چې په ملک کې خیریالان د تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي
د افغانستان سره په پوله پرتې د کوزې کورمې ضلعې سياسي او مدني فعالانو په بګن، اوچت او مندوري کې خلکو ته د اوښتي مالي او ځاني زيان په اړه احتجاج کړی، دعوه یې کړې د نومبر په 22مه ځينې ترهګرو ډلو د دوی په بازار او کورونو يرغل کړی او د سيمې خلکو ته یې په غټه کچه تاوان اړولی دی.
څيړونکي وايي صوبه کې د امنیت زمه واري د صوبايي حکومت خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت دې پله ډېره توجه نه کوي. خو صوبايي حکومت وايي، په ځانګړي ډول هغو ضلعو کې چې د ناامنۍ پېښې زياتې کيږي هلته د پوليس نفري زياتوي او توان ورله سېوا کوي.
د سپريم کورټ په اييني بنچ کې د لا درکه کسانو په اړه د سياسي او بشري حقونو ډلو په بېلابيلو خواستونو اورېدنه کې جسټس جمال مندوخېل دا مسله مهمه ګرځولې ده او غږ يې کړی چې پارلیمان دې دا ستونزه هواره کړي خو د لا درکه کسانو لپاره کار کوونکي فعالان وايي د مسلې حل د پوځ سره دی.
د پاکستان د خزانې مرکزي وزارت او د شمارياتو وفاقي ادارې په ملک کې د ګرانۍ د کمي دعوې کړي خو عام خلک وايي، هیڅ ارزاني نه ده راغلې او اقتصاد پوهان وايي، د سود په شرحه کې کمی او چې اقتصاد وده وکړي نو د هغې وروسته به امدن سېوا کيږي.
د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د ډي چوک د احتجاج په سر د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د هغه د مېرمن بشرا بي بي، د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور، بېرسټر ګوهر په ګډون د 96 کسانو د نيولو وارنټ جاري کړی دی.
پاکستان کې د پوليو درې نورې پېښې په ډېره اسماعيل خان، کراچۍ کيماړۍ او سيند صوبې په کشمور کې رپورټ شوي، چې ورسره سږ کال تراوس پورې په 2024م کې د پوليو د رپورټ شوو پېښو شمېره 59 ته ورسېده.
نور کتل
No media source currently available