د شمالي وزیرستان کډوال وايي چې د خپلو حقونو لپاره به سوله ییز احتجاج ته دوام ورکړي، خو د صوبې حکومتي چارواکي وايي د فنډونو د نشتوالي له امله دا ستونزه رامینځ ته شوې او هواري د پاره یې مرکزي حکومت ته سپارښتنه کړې ده
پیښور هایي کورټ کې د جمعې په ورځ په ۱۳م دسمبر جمع کړل شوي خواست کې وکیلانو دریځ خپل کړی دی چې د تیرې یوې میاشتې راهسې کورمه د ځمکنۍ لارې په ذریعه د ملک د نورو برخونه پرې شوې ده
د کال ۲۰۱۸م د انتخاباتو په نتیجه کې د عمران خان له حکومت جوړېدو وروسته هغه وخت د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر جنرال آصف غفور هم یو خبري کانفرنس کې په خبریالانو زور راوړی و چې د حکومت پرضد دې څه قسمه منفي خبرونه نه خپروي
د پاکستان د صحت وزارت وایي سږ کال ملک کې د پولیو په رپوټ شوو پېښو کې 60 فیصدي ماشومانو ته د قوت مدافعت د سیوا کولو هیڅ رقم حفاظتي ویکسین نه دي ورکړل شوي چې د هغې له امله ماشومانو کې د پولیو ناروغي په چټکتیا سره خوره شوې ده
د جمعې په ورځ چې د سپریم کورټ اییني بینچ د پوځي محکمو د پرېکړو خلاف په انټرا کورټ اپيلونو اورېدنه وکړه نو په هغه مهال د دفاع وزارت وکیل خواجه حارث محکمې ته خپل دلیلونه مخې ته کښودل
پاکستان د نور کله په څېر بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځايونو او فعاليتونو خبره تکرار کړې او ويلي يې دي، افغانستان کې پټ ترهګر د پاکستان دپاره ګواښ دی.
د توشه خانې دويمه قضيه کې د پاکستان پخواني وزيراعظم او تحریک انصاف ګوند باني عمران خان او د هغه په مېرمن بشرا بي بي باندې فرم جرم لګول شوی دی.
د شام څخه 318 پاکستانيان د بېروت د لارې اسلام اباد ته رسېدلي دی، دغه خبر د پاکستان سرکاري رېډيو ورکړی چې پاکستانيان د ځانګړې الوتکې د لارې راوستل شوي دي.
د پاکستان سپريم کورټ د زيارت په ورځ د وفاقي حکومت څخه تېر کال په پوځي ودانيو د حملو د پېښو په تړاو د مې په نهمه او لسمه د درج شوو مقدمو، اېف آی آرز تفصيلات غوښتی دي.
په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] په کورمه ضلعه کې په وروستيو کې د شخړو او فرقه ييزه نښتو څخه اغېرمنو د مرستو دپاره 17کروړه روپۍ جاري کړي دي.
نور کتل
No media source currently available