په جيل کي بندي پخواني وزير اعظم عمران خان د سياسى بنديانو د خوشى کولو او د نهمې مۍ او 26م نومبر د پېښو د رڼو پلټنو دپاره د عدالتى کمېشن جوړولو غوښتنه کړې او د غوښتنو نه منلو په صورت کې یې د دسمبر د 14مې نېټې څخه د سېول نافرمانۍ تحريک او د څيزونو د بايکاټ اعلان کړی دی.
د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلعه کې نامعلومه وسله والو د اېف سي، ملېشې ځواک په پوسته بريد کړی، لږ تر لږه شپږ عسکر پکې وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
د خیبرپښتونخوا په بونیر ضلعه کې د یو ۱۴ کلن هلک سره د جنسي تېري په تور یو پولیس افسر معطل او نیول شوی، او پر ضد یې مقدمه درج شوې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېشن اېچ ار سي پى هم د پښتنو په نيولو او په نسلي بنيادونو د هغوي په هدف کولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او په ایکس رسنۍ یې خپل بیان کې د اسلام اباد په پوليسو غږ کړی چې باید له داسې کړنو ډډه وکړي چې د هېواد د بېلابېلو اوسیدونکو ترمنځ د ویش سوب ګرځي
سي ټي ډي وایي سږکال د ترهګرۍ په شوؤ پېښو کې خېبر پښتونخوا کې 6 ځانمرګي بریدونه شوي،113 باردوي توکي چاودېدلي اؤ د 355 د ډزو پېښې شوې دي
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اېکس شایع شوي پېغام کې عمران خان د پلویانو نه وغوښتل چې "شهیدانو" ته احترامات وړاندې کولو دپاره دې د ډسمبر په ۱۳ نېټه په پېښور کې د لوی اجتماع دپاره یو ځای شي
په قرارداد کې غوښتنه کې غوښته شوې چې د ناامنۍ د ستونزې پایداره هواری باید د خبرو اترو له لارې ولټول شي اؤ د خېبر ضلعې په تیراه اؤ د بنو جاني خېل کې دې له پوځي عملیاتو ډډه وکړل شي.
هغه په کال 2023م کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه له خپلې دندې ګوښه شوی ؤ ، تر هغې وړاندې نوموړي له کال 2008م نه تر 2014م پورې افغانستان کې د پاکستان د سفیر په توګه ذمه وارۍ هم ترسره کړې دي
د پاکستان پوځ حکومت ته ويلي، په ملک کې د ازادۍ د اظهار په نوم روانې پروپېګنډې، دروغو او غېر اخلاقي موادو د مخنيوي دپاره دې سخت قوانين جوړ کړل شي او عمل دې پرې وکړل شي.
نور کتل
No media source currently available