د پاکستان بلوچستان صوبه او د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې تراوسه پورې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن نه دی پيل شوی. پاکستان کې پرون د 16م دسمبر راهسې د 22م دسمبر پورې د پوليو ضد قامي کمپېن پيل کړل شوی دی.
په شمالي وزیرستان کې نزدې لس کاله وړاندې د ضرب عضب عملیاتو له امله بې کوره شوي کډوال وايي، د دوی سره چې کومې حکومتي ژمنې شوې وې هغه نه دي پوره شوي، ځکه دوی مجبورا په احتجاج لاس پورې کړی او په شپږمه ورځ په غټ سړک ناست ناست دي.
د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې په يو وسله وال بريد کې د يو تاڼدار په ګډون دوه پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ د سمندري ځواک پينځو اهلکارو ته د مرګ اورول شوې سزا باندې عمل کول ودرولي خو پرون یې دغه حکم ختم کړی دی.
د پاکستان د خزانې وزير سېنېټر محمد اورنګزېب ويلي، د ملکي اقتصاد ښه کېدو دپاره ګامونه پورته کړل شوي، مثبتې نتيجې یې را روانې دي، او هڅه کولی شي چې دا اوسنی د نړيوالې مالیاتي ادارې [آی اېم اېف] وروستی د پور پروګرام وي.
په پېښور کې په آرمي پبلک سکول د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م په ترهګر برید کې ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي وو
تاریخ پوهان وايي د ژبې په سر شروع شوي اختلافات په بنګله دېشن کې خانه جنګۍ ته ورسېدل چې په هندوستان په کې د مداخلت الزام پورې کېږي او بالاخېر په 1971 کې د پاکستان پوځ هندوستان ته تسلیم شو او بنګله دېش د یو ازاد ملک په حېث قایم ش
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کرک او بنو کې د پوليو ټيمونو پر ضد دوه بریدونه شوي، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی او دوه د پوليو مخنوي پروګرام کارکوونکي ژوبل شوي دي. د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د پېښو نوټس اخستی او د اړوندو چارواکو څخه يې رپورټ غوښتی دی.
پاکستان کې د سږني کال د پوليو ضد څاڅکو وروستی کمپېن نن په 16م دسمبر پيل شوی تر 22م دسمبر به روان وي. پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو 63 پېښې رپورټ شوي دي.
د پېښور په ارمي پبلک سکول کې لس کاله وړاندې خونړي ترهګريز بريد کې په وژل شوو زده کوونکو کې د يو زده کوونکي پلار، خپل زوی ته په خط کې لیکلي، "ټوله شپه نه يم اوده شوی، زړه مې د غمه چوي، په دسمبر کې زمونږ حالت د بیانولو نه وي".
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، لومړی مرکزي حکومت د افغانستان سره "د مذاکراتو په خبره نه راضي کېدو، نو ما بيا مجبورا د صوبې په حېث وويل چې د هغو سره خبره کوم، ځکه مسله زما صوبې ته ده".
نور کتل
No media source currently available