د قانون وزیر اعظم نذير تارړ د مخالفه ډلو هرکلې وکړ چې پارلمان د مسلو راپورته کولو لپاره کاروي. نوموړي د پارلماني فورم څخه د مسايلو د پورته کولو لپاره د کار اخيستلو ستاينه وکړه او دا يې د جمهوريت نخښه وبلله
د سوسایټيز رجسټرېشن ترمیمي قانوني مسودې په سر راپورته شوې شخړه باندې د مولانا فضل الرحمان او حکومت ترمنځ د کشالې سېوا کېدو وروسته، مولانا د 17م دسمبر پس د احتجاجي تګلارې اعلانولو ويلي، او په حکومت یې د علماو وېشلو تور پورې کړی دی.
پاکستان د امریکې نه غوښتنه کړې، د پاکستان د روانو جمهوري اصلاحاتو ملاتړ او دوه اړخيزه اړيکو پياوړي کولو ته دې پام وکړي، په ځای د دې چې غېر رغنده قراردادونه راوړي.
د پاکستان او جنوبي افريقې کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېو ټي ټوينټي، شل اووريزو لوبو په لومړۍ سيالۍ کې کوربه جنوبي افريقې پاکستان ته ماتې ورکړې ده.
د بشري حقونو فعال او د څارنې غېر دولتي ادارې وخت په وخت په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو په سر اندېښنې څرګندوي خو په دغو کې يوه قضيه د فعال ادريس خټک ده، چې پينځو کلونو راهسې په بند کې ساتل کيږي او پرضد یې جوړو مقدمو باندې د بشري حقونو ځايي او نړيوالو تنظيمونو اندېښنې څرګند کړې دي.
د پاکستان سرکاري مطبوعاتو هم خبر ورکړی، چې په ليدنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکو په پياوړي کولو خبرې شوي چې شريکې ګټې او اړيکې پياوړې کړل شي.
رپورټونه وايي په شام کې د بشارالاسد حکومت د ختمېدو وروسته هوايي اډې بندې شوي او یو شمېر پاکستان په هېواد کې ګېر دي او په محفوظو لارو د ملک نه وتل غواړي.
نور کتل
No media source currently available